Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوراحمد اغا: د اسعارو د قاچاق او پيسو مینځلو مخنیوي برخو کې ګټور ګامونه اخیستل شوي

کابل (پژواک، ۳ غویي ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سرپرست وايي، دغه بانک د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو، د اسعارو د قاچاق او پيسو مینځلو د مخنیوي برخو کې مهم او مؤثر ګامونه اخیستي دي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک سرپرست نوراحمد آغا دغه څرګندونې د صرافانو ټولنې له رییس بهرام خان ځدران او مل پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان بانک سرپرست ویلي چې دغه بانک ژمن دی څو په غیربانکي سکټور کې د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ستونزو ته د یاد بانک د پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې رسېدنه وکړي.

نوراحمد آغا خلکو ته د معیاري او خوندي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او له صرافانو یې غوښتي چې د افغانستان بانک د مقرراتو په رڼا کې او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو، په هېواد کې د پيسو مینځلو او د اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګټورې هلې ځلې کړي او د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د میکانیزه کولو په موخه یې کاري چوکاټ رامنځته کړی چې تر دې دمه په مؤثره توګه پلی شوی او دغه بانک ژمن دی څو په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتلو او اړوندو مسائلو په اړه خبرې اترې هم وشوې او د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک د لارښوونو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې له افغانستان بانک سره د همکارۍ ژمنه هم کړې

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.