کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.
دغه سیالي چې نن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او د افغان لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپاچونې پرېکړه وکړه.
په دغه سیالي کې افغان ابدالیان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۸ منډې وکړې.
په یاده سیالي کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې دروېش رسولي ۷۶، اکرام علي خېل او قیس احمد ۳۶ – ۳۶ منډې وکړې.
په مقابل کې د سریلانکا الف لوبډلې په ۳۹م اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د څلورو وېکټو په توپیر یې افغان ابدالیان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په یاده سیالۍ کې قیس احمد درې، نوید ځدراڼ دوه او فرمان الله د سریلانکا الف لوبډلې یو لوبغاړی وسوځول.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې خوپه دویمه لوبه کې یې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماته ورکړه او خپله درېیمه لوبه یې بیا د ایرلینډ الف لوبډلې ته وبایلله.
دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP