کابل (پژواک، ۷ غویي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته یې دوحې ته د سفر معافیت ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه معافیت د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د روانې اپرېل میاشتې له ۲۷مې د راتلونکې مې میاشتې تر څلورمې د اعتبار وړ دی.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې امیرخان متقي نن د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي او هلته به د دغه هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP