کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوه نظرپوښتنه ښیي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زدهکړې خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان د بشري بنسټونو په همکارۍ «ښځې او نجونې په بحران کې: افغانستان کې د بشري مرستو د مهمو برخو جنسیتي تحلیل – ۲۰۲۴» تر سرلیک لاندې یو راپور چمتو او خپور کړی چې د ۲۰۲۴ کال د جولای او اګست په میاشتو کې يې د افغان ښځو او نجونو وضعیت څېړلی دی.
دغه راپور کې راغلي دي چې ښځې او نجونې په بېلابېلو برخو کې لکه بشري مرستو، زدهکړو، معیشت او روغتیا خدماتو برخه کې له ګڼو ستونزه سره مخ دي.
سرچینه زیاتوي چې فرهنګي او ټولنیز محدویتونه، ځينو برخو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت او اقتصادي ستونزو د ښځو ستونزې لا ډېرې کړې دي.
د راپور له مخې، څه باندې ۷۰ سلنه ښځو ویلي چې د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له امله یې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی.
سرچینه دغه راز وایي چې د زدهکړو برخه کې یوازې د ۴۳ سلنه پر شرایطو برابرو نجونو ښوونځیو ته نوم لیکنه شوې ده.
په راپور کې د جنسیت په اړه حساس بشري پروګرامونو پر پیاوړتیا، په بشري برخو کې د فعالو ښځو پر ملاتړ، د ښځو او نجونو لپاره اساسي خدماتو ته پر لاسرسي ټينګار شوی دی.
دغه راپور کې راغلي: «د بشري مرستو د پروګرامونو په ټولو پړاونو کې له ښځو او نجونو ملاتړ کولای شي چې د کورنیو او ټولنې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه کېدو کې مثبت اغېز ولري.»
اسلامي امارت تر اوسه د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP