کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد دې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته دې ویزو ورکړه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رئیس آنند پرکاش سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي حالاتو خبرې وشوې.
متقي ویلي، افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ده زیاته کړې، د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرو پهشمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هم ویلي، هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله لري چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
هغه ویلي، هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې په ځینو زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، چارې يي بېرته پیل کړي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، د پلاوو پر تګ راتګ او د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو راوستلو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP