کابل (پژواک، ۷ غویي ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه اوزبېکستان ته ولاړ.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اړیکو لا پیاوړي کول او د اقتصادي همکارۍ پرمختګ دی.
خبرپاڼه کاږي، یاد پلاوی به د اوزبېکستان له لوړو پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو، د سوداګرۍ د لا پراختیا او د ګډو پروژو پر عملي کولو بحثونه وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، دغه پلاوی به له افغان سوداګرو سره په ازبېکستان کې د دوی د ستونزو او اړتیاوو په اړه ځانګړي مجلسونه ترسره کړي څو د هغوی د فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره عملي ګامونه پورته شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پلاوی به په تاشکند کې د اوزبېکستان حکومت له خوا جوړ شوي نندارتون په پرانیست غونډه کې هم ګډون وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی چې د سیمې په کچه به د متقابلې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوې لارې چارې پرانیزي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP