Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل او استانې ترمنځ په نږدې راتلونکي کې هوايي دهلېز فعالېږي

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اسانتیاوو برابرولو او افغان موټرچلوونکو ته د وېزو ورکولو په اړه خبرې وشوې.

د سرچینې په حواله، ژومانګارین وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي او هېواد یې چمتو دی څو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

دغه راز، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست زیاته کړې چې افغانستان او قزاقستان د یو او بل د پرمختګ او همکارۍ برخو کې ټینګه اراده لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.