Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): اسلامي امارت د پاکستان د لومړي وزیر وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد هیڅ ډول اقدام ته اجازه نه ورکوي او د دغه هېواد حکومت دې د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې په افغانستان پورې نه تړي.

د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا ادعا کړې ده چې ګواکې د افغانستان خاوره د یاد هېواد پر ضد کارول کېږي خو اسلامي امارت بیا دا ادعا ردوي او وايي چې افغانستان د پاکستان پر ضد هيڅ اقدام او فعالیت ته اجازه نه ورکوي.

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې دننه د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي چې باید ونه کارول شي.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ د شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «موږ پخوا هم دغسې ادعاوې رد کړې، اوس یې بیا هم ردوو، له افغانستانه د پاکستان پر ضد هیڅ ډول اقدام ته اجازه نه ورکوي، د پاکستان دننه امنیتي پېښې هيڅ په افغانستان پورې تړاو نه لري، دا د پاکستان کورني مشکلات دي او باید خپل مشکلات په کور دننه حل کړي او د خپلو ناسمو سیاستونو پایلې دې پر افغانستان نه اچوي.»

هغه ویلي، اسلامي امارت په دې اړه ټولې ادعاوې ناسمې بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.