Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د یوه هایلکس موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.

سرچینې لیکلي چې دغه پېښه کې پر موټرسایکل سپور یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.