منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له زیانمنو سره د ځینو هېوادونو او اروپایي ټولنې بشري مرستې

چین، ایران، هند، ترکیې او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره نغدي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې او اروپايي ټولنې هم اعلان کړی چې له زلزله‌ځپلو سره یو میلیون یورو بېړنۍ او د ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکو مرسته کوي.

برېتانیا د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

د برېتانیا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو ته د رسېدنې لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرستې له ځانګړې کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه پیسې به د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري زلزله‌ځپلو ته ووېشل شي.

ختیځ کې مرګونې زلزله؛ د یو شمېر هېوادونو غمرازي او د مرستو ژمنې

د اسلامي همکاریو سازمان، کاناډا او سویس د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې پر مرګونې زلزلې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې او د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي، اوزبېکستان او د چک جمهوریت هم د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د تېرې شپې زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ او د ټپیانو څه باندې ۲۸۰۰ ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله تر اوسه د مړه شوو کسانو شمېر ۸۱۲ ته او د ټپیانو  څه باندې ۲۸۰۰ ته رسېدلی، پېښې ته د رسېدنې په موخه یوه ځانګړې کمېته جوړه شوې او د اوس لپاره سل میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

ایران د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی وښود

د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله د مړه شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له ټپیانو سره د مرستې او ژغورنې برخه کې یې د هر ډول مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او بېړنۍ مرستې

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې ټیمونه یې د بېړنیو مرستو رسولو لپاره سیمې ته استول شوي دي. جاپان او ترکیې هم د دې مرګونې پېښې له قربانیانو سره خپله غمرازي ښودلې ده.

ننګرهار کې د ورښتونو له امله خلکو ته تلفات او ډېر مالي زیانونه اوښتي

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي؛ دغه راز ګڼ شمېر کورونه، زرګونه جريب کرنيزې ځمکې، لارې او استنادي دېوالونه تخریب او زيانمن شوي دي.

نور راپورونه