د کرنې ریاست: لوګر کې ۲۳۵ زره څاروي د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پرله پسې واورې ورېدو، سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله زرګونه څاروي د تلف کېدو له کواښ سره مخ دي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د پرله پسې واورې ورېدو، سړې هوا او خوراکي توکو کمښت له امله زرګونه څاروي د تلف کېدو له کواښ سره مخ دي.
په خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو اېښودلو درې ورځنۍ مېله پيل شوه چې په ترڅ کې به يې په دغه ولایت کې زرګونه مثمر او غيرمثمر نيالګي کېښودل شي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.
حکومت بادغیس کې د څارویو تلف کېدو مخنیوي په موخه مالدارانو ته پروړه او کنجاره وېشي
«د شاتو مچیو پالنه او د افتونو او ناروغیو کنټرول» ښوونیز پروګرام په داسې حال کې په بدخشان کې د مچیو ساتنې صنعت د ودې په موخه جوړ شوی چې د مسوولینو په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې د تېر کال په نسبت پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې پراختيا صندوق عالي شورا غونډه کې بزګرانو او متشبثینو ته د اسلامي مالي خدمتونو برخه کې د ۲.۲ میلیارد افغانیو ورکړې طرحه تصویب شوه.
د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست وایي، په دغه ولایت کې د پستې ونې ملي سرمایه ده او د تفریح لپاره مناسب ځای دی او زیاته یې کړه، د پستې ونو له قطعکوونکو سره قانوني چلند کېږي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د تېر یوه کال پر مهال د خصوصي سکټور له لوري د غوښې چرګانو ۱۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاري ښکلا او ښېرازۍ په موخه د ښار مختلفو واټونو کې ۱۵زره زينتي بوټي کېنول کېږي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال هېواد کې د سټروس مېوو حاصلات نږدې ۴۳ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال هېواد کې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر سل جريب ځمکه د مالټو باغ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د مرستندیه بنسټونو له لوري پر ۲۳۰ هکتاره ځمکه بېلابېل ډوله باغونه جوړ شوي دي.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر د کچالو محصولاتو زېرمه کولو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د دغه محصول یوه برخه له پلور مخکې خرابېږي.
سرپل کې یو شمېر کروندګر د پیازو د بیې ټیټوالي له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیازو د وارداتو مخه ونیسي او یا دې د دغه محصولاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کابل سروبي ولسوالۍ کې د دوه میلیون او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اتو کرنیزو پروژو چارې بشپړې شوې او د شپږو نورو پروژو کارونه پیل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري په دغه ولايت کې د نيالګيو کېنولو کلنۍ کمپاين پيل شو، مسوولين وايي، شاوخوا پنځه ميليونه نيالګي به کېنول شي.
د ننګرهار پوهنې رياست وايي چې د دې ادارې اړوند پر هغې ۴۵ جریب ځمکه د مېوو باغ جوړوي چې تازه له غصبه راګرځول شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وايي، په دغه ولايت کې د وچکالۍ د مخنيوي او د ځمکو خړوبولو په موخه په ټولو ولسوالیو کې د ۶۶ ميليون افغانيو په لګښت د اوبو ذخيره کولو چکډیمونه جوړېږي.
په کابل کې د هېواد په کچه د نباتي او تولیدي محصولاتو د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکز پرانیستل شو.
فراه کې د یو شمېر سیمو کروندګرو د وچکالۍ له امله خپلې کرنیزې ځمکې پرېیښې او د مزدورۍ لپاره د ولسوالیو او ولایت مرکزونو ته تللي یا کډه شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وایي، د دې ادارې اړوند هغه ۲۴۰۰ جريبه ځمکه چې له کلونو راهیسې شاړه وه، له خصوصي سکټور سره په ګډه د کښت او باغونو جوړولو لپاره چمتو کوي.
هند له افغان کرونګرو سره د ملخانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰ زره لېټره د ملاتیون کیمیاوي درملو مرسته وکړه.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو تولیدات څو چنده ډېر شوي دي.