منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۵°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

بادغیس کې یو شمېر ځايي سوداګر د پستې د پلور بازار پر سړېدو اندېښمنه څرګندوي

بادغیس کې د پستې یو شمېر ځايي سوداګر د دغه محصول د پلور بازار پر سړېدو اندېښنه څرګندوي او له اسلامي امارته غواړي چې پستې ته د بازارموندنې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي؛ کنه ذخیره پستې به یې په ګودامونو کې خرابې شي.

غور کې یو شمېر کروندګر د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

غور کې یو شمېر کروندګر وايي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره سره توانېدلي چې د اصلاح شوو تخمونو او د کرنې له نویو طریقو په استفادې د خپلو کچالانو حاصلات زیات کړي. خو دوی دغه‌راز د سړو خونو او خپلو کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

جوزجان کې څارویو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق درېیم پړاو کمپاین پیل شو

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین درېیم پړاو کمپاین پیل شوی چې په ترڅ کې به یې په مرکز او ولسوالیو کې ۸۰ زره دوزه واکسین تطبیق شي.

سمنګان کې یو شمېر بزګران: د انجې بیې د پام وړ ټيټېدو زیانمن کړي یو

سمنګان کې یو شمېر بزګران وايي چې سږ کال د انجې لپاره د مناسب بازار نشتوالي او د هغې د بیې د پام وړ ټیټوالي دوی زیانمن کړي او ټینګار کوي چې د حکومت او ملي سوداګرو د نه پاملرنې په صورت کې به د دوی څو کلن زحمتونه پر اوبو لاهو شي.

ملګري ملتونه په کندهار کې ۱۰۰ شنې خونې جوړوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د سلو شنو خونو جوړولو چارې پیل…

د څاڅکي اوبولګولو سیسټم؛ په لږو اوبو د ډېرو ځمکو خړوبولو اغېزناکه لار

د چارو پوهان او تجربه‌لرونکي کروندګر وایي، په لږو اوبو د ډېرو ځمکو خړوبولو لپاره باید د څاڅکي اوبولګولو سیسټم عام شي او حکومت او مرستندویه موسسې دې په دې برخه کې کروندګرو ته د عامه پوهاوي ورکولو ترڅنګ له هغوی سره اړینې مرستې وکړي.

نور راپورونه