کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژې لومړی پړاو د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت په پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنګان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژه د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت په پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنگان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.
سرچینې لیکلي، د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د دې پروژې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، ځانګړې شوې بودجه باید په موثر ډول ولګول شي څو پایلې یې خلکو او کروندګرو ته ګټورې تمامې شي.
سرچینې د یادې پروژې د مسوولینو له قوله لیکلي: « یاد پروګرام درې کلن دی او ټولیزه بودجه یې ۲۲ میلیونه پونډه ده. د دې بودجې لومړی پړاو د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت د لسو میاشتو په موده کې د افغان اېډ موسسې او د هغې د شریکانو لکه سیف د چلډرن، کانسرن، ورلډ واید او ټيالاو لخوا پلي کېږي.»
سرچینې زیاته کړې، د دې پړاو اساسي فعالیتونه د آبرېزو د مدیریت کمېټې جوړول، د کانټور پر بنسټ د ترینجونو کېندل، د ګبیوني او ډبريزو پلکونو جوړول، د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول، په آب رېزو کې د اوبو لګولو سیسټم جوړول او د نیالګیو منظم خړوبول دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۷۶۰۰ تنه په مستقیم ډول له دې پروژې څخه برخمن شي او د هغوی لپاره به د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP