منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۴۸ راپورونه

راپورونه

له افغانستانه په لومړي ځل د غوښې صادرات پیل شول

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې له افغانستانه په لومړي ځل د غوښې د ازمایښتي صادراتو لړۍ پیل شوې ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نشراتو رییس مولوي شېرمحمد حاتمي پژواک…

هرات کې د ۱۰ میلیون ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بسته‌بندۍ فابریکه جوړه شوې

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ میلیون ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بسته‌‌بندۍ یوه فابریکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولین وايي، غواړي د برقي وسایطو…

کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو او نفتي موادو بیو کې بدلون نه دی راغلی.…

هرات کې د اوښ‌مرغانو (شترمرغ) یوازېنی فارم‌لرونکی د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي

د هرات یو اوسېدونکی نذیراحمد چې اووه کاله مخکې یې په دغه ولایت کې د یوه کوچني فارم په جوړولو سره د اوښ‌مرغانو (شترمرغ) روزنې ته مخه کړې او اوس یې کاروبار یو څه ښه شوی وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، کولای شي خپل دغه کار لا پراخ کړي.

جوزجان کې یوه راستانه شوي افغان د مسو ویلي کولو کارخونه جوړه کړې ده

له ایرانه یوه راستون شوي افغان چې د جوزجان په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوې کارخونې جوړولو له لارې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، که ملاتړ یې وشي، لسګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابرولای شي.

د اقتصاد وزیر له زلزله‌‌ځپلو سره د مرستو چټکولو په موخه د م.م ادارو له استازو سره ناسته کړې

د هېواد د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له استازو سره په یوه ناسته کې د نړۍوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام او په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د بېړنیو مرستو د چټکولو غوښتنه کړې ده.

کندهار کې سوداګر: حکومت دې د ممیزو صادراتو ته زمینه برابره کړي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۲۰۵ زره ټنه اټکل شوي چې د هغو نیمایي پر ممیزو بدلېږي، بلخوا سوداګر بیا له حکومت او سوداګرۍ خونې غوښتنه کوي چې دغو ممیزو ته نړۍوال بازار پیدا کړي.

د سوداګرۍ وزارت: له دې وروسته به نفتي توکي یوازې د نافذه نورمونو او سټنډرډونو پر بنسټ واردېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له دې وروسته د تېلو، ګاز او نورو نفتي توکو واردات يوازې د نافذه نورمونو او سټنډرډونو پر بنسټ جواز لري او هغه سوداګر چې سرغړونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

  فابریکو کې د تولیدېدونکي یخي کیفیت؛ د خلکو اندېښنې او د عامې روغتیا وزارت ارزونه

د اوړي په ګرمو شپو ورځو کې په داسې حال کې چې ډېری کورنۍ او هټۍوال په فابریکو کې له تولید شوي یخي استفاده کوي خو د دغه یخي د کیفیت او خوندیتوب په اړه ځینې اندېښنې هم شتون لري؛ مسوولین وايي، په کابل کې د یخي د تولید په ډېرو فابریکو کې له زنګ وهلو قالبونو او غیرمعیاري وسایلو کار اخیستل کېږي.

کندهار کې د ورځې د ۱۲۰ زره لېتره شیدو پروسس؛ مالداران د لبنیاتو تولیدي فابریکو له فعالیته خوښ دي

په کندهار کې د لبنیاتو د پروسس فابریکو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هره ورځ له مالدارانو لسګونه زره لېتره شیدې راټولوي خو د دې لپاره چې د مالدارانو د محصولاتو ارزښت لا ډېر شي، پر وچو وارداتي شیدو دې تعرفه لوړه شي.

نور راپورونه