منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د اړيکو پر پراختیا هوکړه وشوه

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي او په دغه هېواد کې یې له مېشتو افغان سوادګرو غوښتي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

غړي

مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

د ریاست‌الوزراء‌ اداري مرستیال په ازبکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې افغانستان کې دې د کانونو په استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.

غړي

بدري: هېچاته به په غیرقانوني توګه د کانونو کېندلو اجازه ورنه کړل شي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بدخشان ولایت ته د د خپل سفر په ترڅ کې د کاني توکو د قاچاق پر مخنیوي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې هېچاته به په غیرقانوني توګه د کانونو د کېندلو اجازه ور نه کړي.

غړي

د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحاديې د اوسپنې پټلۍ برخه کې د افغان کارکوونکو روزلو ژمنه کړې

د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې استازو د دې اتحادیې په ۳۴مه سیمه‌ییزه غونډه کې ژمنه کړې چې افغان کارکوونکو ته د اوسپنې پټلۍ اړوند راتلونکو روزنیزو کوروسونو کې د ګډون بلنه ورکوي.

مسوولین: د سیمې ځینو هېوادونو د بامیان کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې

په داسې حال کې چې سږ کال په بامیان کې د کچالانو حاصلات شاوخوا ۲۰۰ زره ټنو ته رسېدلي، خو مسوولین وايي چې د سیمې ځینو هېوادونو د ځانګړو سټنډرډونو له مخې د دغه ولایت کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

عزیزي په افغانستان کې د ترکیې د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون جوړېدو غوښتنه کړې

د صنعت او سوادګرۍ وزارت سرپرست د «حلال استانبول» نړۍوال نندارتون په پرانیست‌غونډه کې له ترکي چارواکو غوښتي څو په افغانستان کې د خپل هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.

غړي

بغلان کې د تیرپارک او په مزار کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې په بغلان ولایت کې د تیرپارک او په مزارشریف ښار کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو ته د تایید نظر ورکړل شو.

جلال‌اباد کې د چرګ غوښې پلورونکي: په مسلخ کې د چرګانو حلالې له ستونزو سره مخ کړي یو

وروسته له هغه چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د چرګانو او چرګ غوښې د پلور لپاره ښاروالۍ له مسلخه د ګټې اخیستو پرېکړه وکړه، د چرګ غوښې پلورونکو دا پرېکړه د ځان پر زیان او د نه منلو وړ وبلله.

نور راپورونه