پکتیا کې لسګونه کسان له حرفوي زدهکړو فارغ شول
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
خوست کې له نيمه طبي لوړو زدهکړو يو شمېر نوي فارغ شوي محصلين له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.
د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا ګرمۍ له امله د دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ د لسو ورځو لپاره وغځول شوې.
د پوهنې وزارت وايي چې د اسلامي زدهکړو او ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهادتنامو د برېښنایي کولو سیسټم نن پرانیستل شو.
چارواکو د کانکور ازموینې د ممتازو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې د دیني او عصري زدهکړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ترمنځ یې واټن «د اشغال موخه او د سیسه» وبلله ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره باید کار وشي.
خوست کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته شاوخوا ۱۵ کاله مخکې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې، خو ښوونځی لا هم زدهکوونکې نه لري او غیرفعال دی.
د قمر بنسټ مسوولین وايي چې د افغان نجونو او هلکانو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د لیسانس ۳۰۰ بورسونه اعلان کړي دي.
د پوهنې سرپرست وزیر د کانکور ازموینې د ممتازو زدهکوونکو په ستاینغونډه کې وویل چې د افغانستان له دښمنانو سره د مقابلې او د نظام د ساتنې لپاره هم دیني او هم عصري زدهکړو ته اړتیا ده.
یو شمېر نجونې چې د کانکور په ازموینه کې له ګډونه بېبرخې دي، وايي، راتلونکي ته هیلهمندې دي او له اسلامي امارته غواړي چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي څو هغوی د راتلونکو کلونو د کانکور په ازموینو کې ګډون وکړي.
د پوهنې وزارت د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د ټول هېواد په کچه ۴۰ زره نوي ښوونکي پر دندو ګوماري.
د لوګر ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
اروزګان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې سل کسان چې ۸۰ یې ښځې دي د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د ازموینو ملي ادارې مشر وایي، اوسمهال د دې اړتیا ليدل کېږي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته پاملرنه زیاته شي څو د هېواد بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.
د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست د سږني کانکور ازموینې دویم نمره سیدحامد هاشمي د یوې غونډې په ترڅ کې د جایزو په ورکولو وستایه.
د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ عمومي ریيس وايي، دغه وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي څو له پوهنتونونو نوي فارغېدونکي کسان پر دندو وګومارل شي.
د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې او ویې ویل چې د ښوونځیو له فارغانو اتل خان او له دیني مدرسو څخه زینالله یوسفي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلين وايي، د ليلیې ودانۍ د نشتون له امله دوی په شخصي ځايونو کې اوسېږي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ازموینو ملي اداره وایي چې سبا (یکشنبه) د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلانېږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودجه په واک کې ورکړې او د هېواد پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي.
د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.
ترکیې هېواد یوه خیریه بنسټ پکتیا کې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړ کړه.
د ازموینو ملي ادارې مسوولین وایي چې سږ کال په دې ازموینه کې ۱۰۰ زرو کسانو ګډون کړی او ۷۵ زره او ۵۰۰ کسان به د لوړو او نیمهلوړو زدهکړو موسسو ته لار ومومي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، هېواد یې افغان زدهکړیالانو ته د ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیو د ورکړې اعلان کړی دی.