خلک: پکتیکا کې تاریخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي سیمې او ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د بیارغولو لپاره یې باید اقدام وشي.
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي سیمې او ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د بیارغولو لپاره یې باید اقدام وشي.
ځینې سرچینې په خصوصي ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت د لوړېدو خبره کوي او وايي چې د روان کال په اوږدو کې د هېواد په کچه نږدې ۱۸۰ نوي خصوصي ښوونځي جوړ شوي دي.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د یوې عادي ناورغۍ لپاره هم د خوست ښار ته سفر وکړي.
هلمند ولایت کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، د محصلینو شمېر یې تر پنځوس سلنه کم شوی چې له امله یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی او له حکومته غواړي چې مالیه ورته معاف کړي.
د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زدهکوونکې او د پوهنتونونو محصلینې په هېواد کې واک ته د ا.ا رسېدو د درې کلن مزل پوره کېدو په درشل کې له سرپرست حکومته غواړي…
په تېرو درېیو کلونو کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې ۱۲۰ مډالونه ترلاسه کړي او دغه راز، د افغانستان د کرکټ بورډ بودجه د پخوا په پرتله څلور برابره ډېره شوې ده. پژواک…
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په کچه د ۱۲۲ زره روږدو درملنه شوې او د نشهیي توکو د پروسس ۱۳۵۰ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د سوداګرو ښځو ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې ښځو ته ۱۲۰۰ تجارتي جوازونه وېشل شوي خو له بلې خوا، د سوداګرۍ…
ځیني اقتصادي کارپوهان پر دې باور دي چې تېرو درېیو کلونو کې ټول اقتصادي حرکتونه حقیقي او واقعي وو، په داسې حال کې چې له هغه مخکې دغه حرکتونه کمزوري وو، خو اقتصادي بندیزونه او…
ځینې شنونکي د ا.ا بهرنی سیاست ځکه ستایي چې «اقتصادمحوره دی او د لویو قدرتونو تر منځ یې موازنه ساتلې» خو وایي، د رسمیتپېژندنې لپاره باید په کور د ننه ستونزو ته رسېدنه وشي او د خلکو مشروع غوښتنې ومنل شي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پستې ځنګلونو ساتنې او مراقبت او د ډېرو ورښتونو له امله په دغه ولایت کې د پستې ونو ډېر بار نیولی او هیلهمن دي چې ښه حاصلات راټول کړي.
بلخ کې یو شمېر بڼوال وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ډېر شوي خو بیه یې بیا تر نیمایي ډېره ټیټه شوې ده.
د فراه خلک وايي، نږدې دوه لسیزې مخکې د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو چارې د ایران هېواد په مالي لګښت پيل شوې وې خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د الیشنګ کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د برېښنا پروژې یوازې ۲۰ سلنه چارې له درېیو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي چې له امله یې شاوخوا درې زره کورنۍ برېښنا نه لري.
ننګرهار کې د روږدو درملنې ۱۵۰ بستريز روغتون مسوولین وايي، د ناروغانو او مراجعينو شمېر ډېروالي ته په کتو دې د دغه روغتون د بسترونو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شي.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د اروزګان - کندهار لویه لار په پاخه او اساسي ډول ورغوي خو مسوولین وايي، د دغه سړک خرابوالي ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او ژمنه ورسره شوې چې د رغولو چارې به یې ژر پیل شي.
ځايي اوسېدونکي د خوست د افغان هندوانو او سيکانو په کلي کې د «پريم نګر» په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني تړل شوي ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د دغه روغتون د مراجعینو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی خو د بودجې کمښت له امله د پراختیا او غوره خدماتو وړاندې کولو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ ولایت شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، که څه هم د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لپاره بېړني استحکامات ترسره شوي خو زیاتوي چې لا هم د سیند څپې د خلکو ژوند ګواښي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، پنځه کاله مخکې دغه ولایت ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی، خو لا هم ورته اساسي سړک نه دی جوړ شوی، هوټلونه نهلري او هیڅ ډول بنسټیزه پروژه پهکې نه ده پلې شوې.
په نیمروز کې د اعصابو یو متخصص د اعصاب اراموونکو درملو له حده ډېره استفاده پر دغو درملو د روږدي کېدو لامل ګڼي او سپارښتنه کوي چې دغه درمل دې په دوامداره ډول نه کارول کېږي.
خوست کې د واليبال يو شمېر لوبغاړي وايي چې په دغه ولايت کې د دې لوبې لپاره هيڅ معياري لوبغالی نشته او غوښتنه کوي چې لوبغالي دې ورته جوړ شي.
د بدخشان د جرم – بهارک سړک یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وایي چې دغه سړک په څو برخو کې د تخریبېدو په حال کې دی او له مسوولینو غواړي چې د دې لارې بیارغونې ته پام وکړي.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په ترمه سیمه کې یوه ځوان د نجونو په ګډون ۳۰۰ ماشومانو ته تر درېیم ټولګي پورې په خپل کور کې د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې خو اوس د ټولګیو او قرطاسیې له کمښت سره مخ دی.