«هغه کس چې پوروړی وي یا د نصاب مالک نه وي، قرباني نه پرې واجبېږي»
د دیني چارو پوهان وايي، پر هر هغه مسلمان چې مقیم او د نصاب خاوند وي، قرباني واجب ده او یو شمېر هغه خلک چې د قربانۍ غوښه پر بېوزلو نه وېشي، قرباني یې کېږي خو اجر او ثواب یې کمېږي.
د دیني چارو پوهان وايي، پر هر هغه مسلمان چې مقیم او د نصاب خاوند وي، قرباني واجب ده او یو شمېر هغه خلک چې د قربانۍ غوښه پر بېوزلو نه وېشي، قرباني یې کېږي خو اجر او ثواب یې کمېږي.
د دیني او ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي، د ماشومانو او ان د نورو څارویو پر وړاندې د څارویو حلالول منفي اغېزې پرېږدي چې باید دغه کار د اسلامي اصولو په رعایتولو په ټاکلو…
د کابل ښار اوسېدونکو ۷۲ کلنه نورجهان چې د پنځه اولادونو مور ده، وايي، هیله یې درلوده چې اولادونه به په زوړتوب کې مرسته ورسره وکړي، خو داسې ونه شول، هغوی ټول ولاړل او دا یې یوازې پرېښوده.
جوزجان کې ځینې کوژدن ځوانان د نجلۍ کور ته د اختري وړلو په څېر ناسم دودونه ملا ماتوونکي بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د پخوا په پرتله یې ډېرې ستونزې حل شوې خو لیلیه او لوبغالی لا هم نه لري.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زدهکړو محروم پاتې دي.
افغانستان بانک «د غیرقانوني معاملو مخنیوي لپاره» نوې تګلاره جوړه کړې، خو صرافان یې د بیا کتنې غوښتنه کوي او د چارو شنونکي بیا دا ډول اقدام د پولي مارکېټونو قانونمند کولو لپاره اړین بولي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له مرکز مهترلام سره د دې ولسوالۍ نښلېدونکی سړک خراب دی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
هرات کې مسوولین د متشبثو ښځو له ډېرېدو خبر ورکوي خو یو شمېر ښځې بیا له حکومته غواړي چې د هېواد په کچه دې د ښځو کاروبار لپاره ډېر ځایونه او مارکېټونه جوړ شي.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اریت سیمه چې د موټرو د تګ راتګ هیڅ لاره نه لري، اوسېدونکو یې په شخصي لګښت د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
بغلان کې ځایي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونو ماشومانو ته روحي او رواني ستونزې پیدا شوې چې د هغوی درملنې ته د رسېدو په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
د بامیان ځينو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د څښلو پاکو اوبو کموالي په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د دغه ولایت له نیمایي ډېر وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د ازبکستان له خوا افغان سوداګرو ته د اوسپنې پټلۍ تعرفې له کمېدو سره سم د بلخ یو شمېر سوداګرو له سرپرست حکومته هم غوښتي چې د صادراتو برخه کې ګمرکي او ترانسپورټي تعرفې کمې کړي.
د هلمند لوېدیځ کې د نادعلي ولسوالۍ یو شمېر هغه اوسېدونکي چې د تېرو جګړو له امله بېځایه شوي وو او اوس بېرته خپلو سیمو ته تللي، وايي، که څه هم اقتصادي ستونزې لري خو دا چې په امن کې ژوند کوي خوشحاله دي.
د فراه د مرکز اړوند خرمالق سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ شکایت کوي چې مخابراتي خدمتونو ته لا هم لاسرسی نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کارپوهان د پلاستیکي کڅوړو کارول روغتیا، چاپېریال او کرنې لپاره مضر بولي او وايي، کارول یې نورو هېوادونو کې محدوده شوي، افغانستان کې هم باید محدود شي او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي څو د هغو پر ځای له تکهیي یا کاغذي کڅوړو کار واخلي.
دایکنډي کې یو شمېر کروندګر د انجې کښت ډېروالي او ترویج له امله خوښي څرګندوي او وايي، د دغه ولایت اقلیم ته په کتو د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او دوی توانېدلي چې له دغه طبي بوټي ښه حاصل ترلاسه کړي.
په هرات کې ځيني کروندګر وایي چې د وروستیو ورښتونو او کچالانو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د خوست د یعقوبیو صبریو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې کلونه مخکې د یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانې جوړ شوې، تر اوسه فعال شوی نه دی خو ځینې برخې یې نړېدلي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د شپې له خوا پر ګرځېدو راګرځېدو د بندیز په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی او د پوځي چارو یو شنونکی هم د بېلابېلو دلایلو له مخې دغه مکتوب جعلي بولي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د قوشتېپې کانال د کار له پیلېدو هرکلی کوي، خو ځیني نور چې په دغه مسیر کې يې ملکیتونه تخریب شوي، غوښتنه کوي څو ځمکې یا کورونه ورکړل شي.
د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، د بېوزلۍ له امله یې کار کولو ته مخه کړې چې اوس له زدهکړو پاتې دي.
د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زدهکوونکو شمېر ډېر شوی دی.