منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۵ غ.م
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

کابل کې یوې مېرمنې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

کابل ښار کې د شکریې شمس په  نوم یوې مېرمنې چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، بلکې لسګونو نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده؛ هغه له اسلامي امارته غواړي چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهره د جامو واردات کم کړي.

په محفلي کیکونو کې د زیان رسوونکو رنګونو کارول؛ د خلکو د روغتیا لپاره ګواښ

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت څېړنې ښيي چې د ډېری محفلي کېکونو په تزیین او ډیزاین کې فلزي رنګونه کارول کېږي او د دغو کېکونو له حده ډېره استفاده کولای شي د حساسیت، مزمنو ناروغیو او ان د سرطان لامل شي.

فېروزکوه کې د یوه کلي اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو کمښت په ماشومانو کې د ناروغیو ډېرېدو لامل شوی

د غور د مرکز فېروزکوه اړوند د «شورابک» کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پرله‌پسې وچکالیو له امله یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی چې له امله یې په ماشومانو کې د نس‌ناستي په څېر ناروغۍ ډېرې شوې دي.

له چوپتیا تر مهارته؛ شبرغان کې د ځان بسیاینې لپاره د یو شمېر کڼو هڅې

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شمېر کاڼه ځوانان او نجونې په یوه کارګاه کې د خیاطۍ، حکاکۍ او مرۍ‌ګنډلو حرفو په زده کولو سره نه‌ یوازې د ګوڼ‌والي له امله د چوپتیا پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د خپلو احساساتو څرګندولو، ظرفیت لوړولو او روښانه راتلونکي لپاره د ځان لپاره نوې لار پرانیستې ده.

خوست کې د لسګونو ښوونځیو ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي

خوست کې د هغو ۷۰ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې چې د تېر حکومت پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي. ښوونکي او زده‌کوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو ودانیو چارې بشپړې کړي څو د زده‌کړو برخه کې د دوی ستونزې هوارې شي.

پژواک تېره اونۍ په افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

تېره اونۍ، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د بښنې نړۍوال سازمان له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر راایستلو نيوکې کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې پیل شول، سیګار افغانستان کې د مېرمنو وضعیت په اړه ځينې ادعاوې کړې، ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

د وچکالۍ اغېزې؛ د کندهار له غورک او نېښ ولسوالیو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي

کندهار کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په غورک او نېښ ولسوالیو کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو د سختې وچکالۍ له امله خپلې مېنې پرېیښې او نورو سیمو ته کډه شوې دي، بلخوا دغه بېځایه شوې کورنۍ غوښته کوي چې حکومت دې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

له راستنېدو تر بوختیا؛ هرات کې یوې مېرمن له ایرانه راستنو شوو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول؛ د مور او ماشوم د روغتیا لپاره پټ ګواښ

د ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې موبایل د ورځني ژوند پر یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول کولای شي د مور او د هغې د ماشوم د روغتیا لپاره خطر رامنځته کړي.

اقلیمي بدلون او وچکالي؛ د افغانستان کرنیز سکټور ته سخت ګواښ او د کروندګرو اندېښنې

د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله کروندګر له رواني فشار او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځیني یې د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي او له حکومت او نړۍوالو د مرستو غوښتنه کوي.

په میندو او ماشومانو کې خوارځواکي؛ د راتلونکي نسل روغتیا ته جدي ګواښ

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه پر خوارځواکۍ د اخته نږدې ۲.۹ میلیون ښځو او ماشومانو له ثبتېدو خبر ورکوي چې ډاکټران خبرداری ورکوي، خوارځواکي کېدای شي د جنین د سقط، د سوءشکل، په ماشومانو کې د ورو فیزیکي او رواني ودې او ان په میندو کې د سکتې او مړینې لامل شي.

د خوست علیشېرو ولسوالۍ د ببرک تاڼې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ببرک‌ تاڼې کلي اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې یې په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نشته، له همدې امله د خوړ له ولاړو ناپاکو اوبو استفاده کوي چې ګڼې روغتیايي ستونزې یې پیدا کړې دي.

کابل ښار کې د اوبو کمښت؛ ښځې او ماشومان په ډېر کړاو له اوبو ډکې بوشکې تر خپلو کورونو وړي

پرله‌پسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

تېره اونۍ، افغانستان، اوزبېکستان او پاکستان د «ټرانس - افغان» اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه، له ایرانه د افغان کډوالو جبري را ایستلو په دوام، نن د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کمېشنر کابل ته راغی او ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره لس میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړه.

ډاکټران: پر زېږون له عملیات وروسته بېرته ژر حمل اخیستل د مور او ماشوم روغتیا ته خطر پېښوي

د نسايي ولادي برخې یو شمېر متخصصې وايي، پر زېږون له عملیات وروسته بیا ژر حمل اخیستل د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کولای شي؛ هغوی سپارښتنه کوي چې میندې باید له دغه عملیات وروسته د بیا زېږون لپاره درې کاله وقفه په پام کې ولري څو د احتمالي ناوړه پایلو مخه ونیول شي.

له ایرانه د کډوالو جبري راایستنه؛ افغانان تش لاس او له نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنېږي

له ایرانه د افغان کډوالو د بې‌مخینې ایستلو په دوام زرګونه کورنۍ تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي؛ هغوی له حکومته د سرپناه او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. بلخوا، د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

غزني کې ۲۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني د پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې شاوخوا ۲۵۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې د ونو او دیوالونو سیورو ته زده‌کړې کوي.

پر تازه مېوو د پاکستان لوړې ګمرکي تعرفې؛ سوداګر: ا.ا دې د دغو تعرفو کمولو برخه کې اقدام وکړي

کندهار کې د انګورو ځيني سوداګر وایي، پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو ګمرکي تعرفې لا هم د پخوا په څېر لوړې ساتلې چې له امله یې دوی له زیان سره مخ دي او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د دې ستونزې د حل لپاره ګام پورته کړي.

شرافت: د روان میلادي کال شپږو میاشتو کې په هېواد کې د شري ۴ زره شکمنې پېښې ثبت شوې دي

یو شمېر ډاکټران په داسې حال کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ ډېرېدو خبره کوي چې د عامې روغتیا وزارت د روان ميلادي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په کچه د دې ناروغۍ د څلور زره شکمنو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي.

د اوبو د کمښت ناورین؛ کارپوهان: کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو رالېږدول باید د حکومت لومړیتوب وي

په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچې په بې‌ساري ټیټېدو سره د چاپېریال‌ساتنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو لېږدولو پروژه کې ځنډ به پلازمېنه د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات، سروې او ډیزاین بشپړ شوي او د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې ده. 

غزني ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ: زموږ ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي

غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.

له ایرانه د جبري ایستنې نوې څپه؛ کډوال د کړاو، بې‌نظمیو او ناوړه چلند کیسې کوي

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بې‌وزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.

نور راپورونه