منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

ډبلیواېچ‌او: تر ۲۰۲۷ کال پورې د سرطاني ناروغیو درملنې برخه کې له افغانستان سره مرسته کوو

افغان چارواکو نن په کابل کې یوه غونډه کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې پر چټکو هڅو  ټینګار وکړ، ویې ویل چې له راتلونکو درېیو کلونو وروسته به هيڅ افغان اړ نه شي چې د دې ناروغۍ درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

غړي

یونیسف: تېره جنوري میاشت په افغانستان کې د لسګونو خوارځواکو ماشومانو درملنه شوې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کم‌عمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.

غړي

اروپایي ټولنه افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي

اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زده‌کړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.

غړي

جلالي د ځینو موسسو له استازو سره لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو پر معیاري کېدو ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ځینو نړۍوالو ادارو له استازو سره لیدنه کې د هېواد لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم برخې روغتیا ته د لا زیاتې پاملرنې او د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د تېر میلادي کال ۱۱ میاشتو کې په هېواد کې د زېړي ناروغۍ له امله ۱۴۰ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د تېر ۲۰۲۴ میلادي کال په ۱۱ میاشتو کې د هېواد په کچه روغتیايي مرکزونو کې د زېړي ناروغۍ ۱۴ زره او ۷۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۴۰ کسان مړه شوي دي.

ډاکټران: له پاکټي یا د کڅوړو له چای څخه استفاده ښايي ځینو موارد کې روغتیا ته زیان ورسوي

په هغه راپور کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په واک کې ورکړل شوی راغلي چې د پاکټي چای ځینو کڅوړو کې له نیلون او پروپیلن پلاستیکي موادو استفاده شوې چې د استفاده‌کوونکو روغتیا او چاپېریال ته د زیان لامل کېږي.

غړي

بغلان کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېدل؛ د پلخمري ښار یوې ساحې اوبو کې د پولیو ویروس تثبیت شوی 

د بغلان د مرکز پلخمري په ګډون په څلورو ولسوالیو کې په داسې حال کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو چې د دغه ولایت روغتیايي مسوولین وایي، د پلخمري ښار د یوې سیمې ککړو اوبو کې یې د پولیو ویروس تثبیت کړی دی.

بامیان کې یو شمېر خلک: د نفوس ډېرېدو ته په کتو دې ولایتي روغتون حوزوي ته ارتقا وکړي

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو له کمښته او د تخصصي برخو له نشتوالي شکایت کوي او د دې ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو مسوولین بیا په راتلونکي کې د روغتیايي خدماتو ښه کېدو خبره کوي.

نور راپورونه