Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بایسکل چلول؛ د روغتیا پر لور ګام، سپما او د هوا ککړتیا کمېدل

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): کارپوهان د بایسکل چلولو فرهنګ دودول اړین بولي او وايي چې د تګ راتګ لپاره له بایسکل څخه ډېر کار اخیستل د هوا د ککړتیا کمېدو سربېره د کورنیو په روغتیا او اقتصاد کې هم ډېر مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د بایسکل چلوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د کابل د هوا ککړتیا په کمېدو کې د بایسکل چلولو رول

د یو خبر له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسي او مسلکي معین ډاکټر ملا زین‌العابدین عابد په کابل کې په یوه ناسته کې ویلي وو، کابل د څه باندې ۶ میلیون نفوس په درلودو یو له هغو ښارونو دی چې د چاپېریال له ککړتیا سره لاس او ګرېوان دی او هر کال د ژمي په موسم کې دا ستونزه ډېرېږي.

د هغه په وینا، د کابل په ښار او ولسوالیو کې د صنعتي فابریکو ترڅنګ، نانوایي‌ګانې، حمامونه، د خښتو پخولو داشونه او ۶۸۹ زره او ۱۹۳ کوچني موټرونه فعالیت لري چې د هوا او چاپېریال د ککړتیا لامل شوي دي.

هغه په یاده ناسته کې د هوا ککړتیا د کمېدو لپاره له ځینو پروګرامونو یادونه کړې وه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د کنټرول مسوول انجنیر طوفان جبران د کابل د هوا د ککړتیا په کمېدو کې د بایسکل چلولو فرهنګ دودېدل مهم او اړین بولي.

جبران پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «ځیني کمپاینونه روان دي څو وکولای شو هېواد کې د بایسکل چلولو فرهنګ رواج کړو چې هم د ښاریانو روغتیا ته ښه دی او هم پر چاپېریال مثبت اغېز لري؛ ځکه بایسکل نه ګرد کوي نه لوګی.»

متخصص: بایسکل چلول فزیکي، روغتیايي او رواني ګټې لري

د عمومي داخلې متخصص ډاکټر عصمت‌الله څپاند هم د بایسکل چلولو فرهنګ دودېدل ډېر مهم بولي.

هغه د بایسکل چلولو روغتیايي ګټو په اړه وویل: «بایسکل چلول فزیکي، روغتیايي او اروايي ګټې لري چې د زړه له حملو، ډېر وزن، سرطان او شکر ناروغیو څخه مخنیوی کولای شي.»

نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ راتګ لپاره ډېری له بایسکل څخه کار واخلي.

هغه وایي چې له بایسکله استفاده د هوا د ککړتیا مخنیوي او په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو برخو کې اساسي رول لوبوي.

د یوې ترسره مطالعې له مخې، انسانان باید په اونۍ کې درې ورځې هره ورځ د نیم ساعت لپاره ورزش وکړي، که دا ورزش د بایسکل په وسیله ترسره شي کېدای شي د سرطان د رامنځته کېدو مخنیوي وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په هغه پرېکړه‌لیک کې چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه ترانسپورټ سیسټم کې د پایدارې پراختیا لپاره د بایسکل چلونې ادغام تصویب شو، راغلي چې بایسکل د پایداره ترانسپورټ یوه وسیله ده چې پر هوا مثبت اغېز لري.

له بایسکله د استفادې اقتصادي ګټې

د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي چې بایسکل چلونه د نورو ګټو ترڅنګ د کورنیو پر اقتصاد هم مثبت اغېز کوي.

هغه وویل: «له بایسکله استفاده د حمل‌‌‌ونقل د کم لګښت لامل کیږي، که یو څوک د خپلې دوو یا درېیو میاشتو د کرایې په پیسو بایسکل وپیري، کولی شي له هغه کلونه استفاده وکړي چې د یوه شخص او یوې کورنۍ د اقتصاد لپاره ډېره مرسته کوي.»

بایسکل پلورونکي: زموږ پلور په پسرلي کې ډېریږي

کابل ښار کې د بایسکلونو یوه پلورونکي همایون وویل چې نږدې دوه کاله کېږي چې د بایسکلونو دوکان لري او بېلابېل چینایي او جاپاني بایسکلونه په بېلابېلو بیو پلوري.

هغه وایي چې په ژمي کې یې پلور کمېږي، خو د هوا په ګرمېدو سره یې پلور ډېریږي.

ورته مهال، د کابل ښار د بایسکلونو یوه بل پلورونکي ادم خان وویل چې بایسکلونه لومړی د کندهار وېش بازار ته راځي او له هغه وروسته د هېواد په نورو بازارونو کې پلورل کېږي.

هغه له بایسکله استفاده ګټوره وبلله او وایي: «هر کله چې ډاکټر ته ورځو، موږ ته د ورزش او قدم وهلو سپارښتنه کوي، بایسکل چلونه هم ورزش دی او هم زموږ روغتیا ته ګټور دی.»

هغه هیله لري چې خلکو کې د بایسکل چلونې فرهنګ ډېر دود شي.

له بایسکله استفاده کوونکي بېلابېل نظرونه لري

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالخالق وویل چې په یوه کور کې ساتونکی دی او هره ورځ د خپل راتګ لپاره له بایسکله استفاده کوي؛ ځکه چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.

ورته مهال، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي کریم الله وویل، کلونه کېږي چې له یوه ځایه بل ځای ته د تګ راتګ په موخه د موټر په ځای له بایسکله استفاده کوي.

هغه وایي: «بایسکل ښه دی، هم له لاربندې خلاص یې، هم روغتیا ته ښه ده او هم کولی شي چې د هوا له ککړتیا مخنیوی وکړي او زه د تګ راتګ لپاره له بایسکله استفاده کوم.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمدزی جلالي چې د یوه سپورټی بایسکل اخیستو په موخه راغلی، وایي، بایسکل چلونه د دې ترڅنګ چې یو ورزش دی د کورنیو اقتصاد ته هم موثر دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.