منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

د کابل ځيني ښاریان: په خصوصي روغتونونو کې دې د معایناتو او درملو بیې کنټرول شي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ځینو خصوصي روغتونونو کې ډاکټران ورته اضافي معاینې او درمل لیکي خو د خصوصي روغتونونو اتحادیه وايي چې که په دغو روغتونونو کې دغسې څه وویني، مخه به یې ونیسي.

غور کې یو شمېر ښځې نسايي ولادي ناروغانو ته د ځانګړو روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي

د غور ولایت د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا هم ځینې میندې روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون لپاره کلیوالي دایو ته ورځي چې دغه کار په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.

غړي

ډاکټران: تر دوه کلنۍ پورې ماشوم ته د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم د ښې روغتیا لامل کېږي

که څه هم ډاکټران ماشوم ته تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا لپاره ګټور بولي خو ځیني میندې تر دې وخته خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي؛ ځکه فکر کوي چې دغه کار یې د بدن کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل کېږي.

غړي

یوې نړۍوالې روغتیايي موسسې د افغانستان د روغتیا برخې سره د همکارۍ ژمنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوې نړۍوالې روغتیايي موسسې له مشر سره په ليدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت معیاري کولو او لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په اړه خبرې کړې دي.

ډاکټران: د شري ناروغي مرګونې ده، پر وړاندې یې باید ماشومان واکسین شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږ مېلادي کال په هېواد کې د شري ناروغي د شکمنو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي، بلخوا، ډاکټران دغه ناروغي مرګونې بولي او له کورنیو غواړي څو خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق برخه کې پام وکړي.

غړي

متقي: د روغتیا نړیوال سازمان دې په افغانستان کې داخلي روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو غوښتي چې د افغانستان کورنی روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي او د ادویې په برخه کې دې کورني روغتیا سکتورونه غښتلی کړي تر څو د افغانستان روغتیایي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.

د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین: یوه امیندواره مېرمن باید لږ تر لږه څلور ځله روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي

د نسايي ولادي ناروغیو متخصصین د امیندوارۍ پر مهال پاملرنه مهمه بولي او وايي، په دغه دوره کې د ډاکټر تر څارنې لاندې پاتې کېدل د جنین د سقط، له وخت مخکې د زیږونونو او د مور او ماشوم د مړینې د احتمالي خطرونو مخنیوی کوي.

ډاکټران: د سینه‌بغل پر ناروغۍ د اخته ماشومانو له ‌خپل‌‌سري درملنې ډډه وکړئ

ډاکټران وایي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینه‌بغل ډېرېږي، کورنۍ باید پر سینه‌بغل د اخته ماشومانو له په خپل‌سري درملنې ډډه وکړي او پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.

ډاکټران: طبي بوټي د ځينو ناروغیو لپاره ګټور دي، خو کیستونه له منځه نه وړي

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او د طبي بوټو پلورونکي وایي چې له طبي بوټو استفاده کولای شي چې د رحم او تخمدان کیسټونه له منځه یوسي، خو ډاکټران وایي که څه هم طبي بوټي ځينو ناروغیو ته ګټور دي، خو نه شي کولای کیسټونه له منځه یوسي.

نور راپورونه