کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مرکزونو ریفورم او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه خبرې کړې دي.
کابل کې د چین سفیر په دغه ليدنه کې ویلي، هېواد یې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته را استوي او د اړتیا په صورت کې به ځينې ماشومان د لا ښې درملنې په موخه چین ته ولېږي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د چین له سفیر ژاو شېنګ سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې په دې لیدنه کې د سنتي طب برخې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د تربیوي برنامو برابرېدو، په کندهار ولایت کې د میرویس سیمهییز روغتون پر پراختیا او عصري کېدو، په مرکز کابل کې د روغتیايي مراکزو پر ریفورم او د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
خبرپاڼه کې راغلی، د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چين ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د یاد هېواد له سفیر یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې د مسلکي کسانو روزلو، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرولو او د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې برخو کې د روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.
یاد وزارت لیکلي، بل لور د چین سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د بیا رغونې، او د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو د درملنې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ده ویلي، چین غواړي د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته را واستوي، څو هغه ماشومان چې د زړه ستونزې لري درملنه یې ترسره او د اړتیا په صورت کې یې د لا ښې درملنې په موخه چین هېواد ته ولیږي.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي