منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.م
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

خبریالانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې او کابل کې د یوه خصوصي معالجوي روغتون ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو ته په ټولو تشخیصیه برخو کې له ۵۰ تر۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شي.

غړي

د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانستان سره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیايي کېټونو مرسته وکړه

افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ اعلان کړی چې د هېواد د ۲۲ ولایتونو له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره یې د ۱.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي کېټونو مرسته کړې ده.

غړي

د ننګرهار حوزوي روغتون د مور او ماشوم درملنې له څانګې سره د طبي وسایلو مرسته وشوه

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې نړۍوال صندق د دغه ولایت حوزوي روغتون د مور او ماشوم درملنې له څانګې سره د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتيايي تجهیزاتو او وسايلو مرسته وکړه.

غړي

بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي

د مزارشریف ابو علي‌سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې په بلخ کې ۲۴۴ ماشومان د تلسیمیا پر ناروغۍ اخته دي، بلخوا دغه ناروغان له خلکو د وینې او له حکومته د درملنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

په تېرو نږدې نهو میاشتو کې هېواد کې د کرونا له امله ۵۸ کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان مېلادي کال په تېرو نږدې نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۰ زره او ۷۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۵۸ کسان مړه شوي او څه باندې ۷۵۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.

غړي

کونړ کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

غړي

د عامې روغتيا وزارت: پروان کې پر «حادو اسهالاتو» اخته شوو ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په پروان کې پر «حادو اسهالاتو» اخته ناروغانو ته پر وخت رسېدنه شوې، ځیني ناروغان د کابل انتاني روغتون ته رالېږدول شوي او په سيمه کې د اوبو نمونې اخیستل شوې دي.

غړي

جلالي د روغتیا برخه کې د نړۍوالې ټولنې د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له استازو سره د روغتیایي خدماتو، د متخصصینو روزنې، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو، د ساري ناروغیو مخنیوي او د پولیو واکسین تطبیق په اړه خبرې وکړې او د مرستې غوښتنه یې وکړه.

ایا په ماشومانو کې د ژبې بندښت ستونزه د درملنې وړ ده؟

د ماشومانو داخله متخصصین د ژبې بندښت د خبرو کولو د اختلال یو ډول ګڼلی او وايي، نښې یې په ماشومانو کې وروسته له دوه کلنۍ راڅرګندېږي، د دې ترڅنګ چې دغه ډول ماشوم باید ژر ډاکټر ته یووړل شي، باید عاطفي او نرم چلند ورسره وشي.

نور راپورونه