Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې د پولیو د چاپېريالي ويروس معلومولو په موخه سروې پيل شوه

جلال‌اباد ښار کې د پولیو د چاپېريالي ويروس معلومولو په موخه سروې پيل شوه

author avatar
22 Oct 2024 - 16:17
جلال‌اباد ښار کې د پولیو د چاپېريالي ويروس معلومولو په موخه سروې پيل شوه
author avatar
22 Oct 2024 - 16:17

جلال‌اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د روغتيا نړۍوال سازمان سره په ګډه یې د جلال‌اباد ښار په چاپېريال کې د پوليو ويروس د معلومولو سروې پيل کړه.

د دغه ریاست له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د چاپېریالي روغتیا ساتنې ټیم، د کتلوي معافیت او روغتیا نړۍوال سازمان استازو سره په ګډه د جلال‌اباد ښار مختلفو ساحو کې له ککړو اوبو څخه د پولیو ويروس معلومولو په موخه سمپلونه واخیستل.

سرچینه زياتوي، یاد سمپلونه به مرکزي لابراتوار ته د پایلو معلومولو په موخه واستول شي چې په یادو شکمنو ساحو کې د پولیو ويروس معلوم او پر وړاندې یې غبرګون ترسره شي.

دا پروګرام په داسې حال کې پيل شوی چې ټاکل شوې د را روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولايت کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شریف پرون په همدې تړاو د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزیزالله مصطفی سره ناسته کړې او په دې اړه يې د چمتووالي ښودلو ترڅنګ د ولايتي ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دغه ناسته کې د روغتيا رييس ويلي چې د اسلامي امارت د مشر اميرالمؤمنين د حکم له مخې به تر دې وروسته د پوليو واکسين په جوماتونو او حجرو کې ترسره کېږي او له کمپاين وړاندې به د عامه پوهاوي دوه زره رضاکارانو پرمټ خلکو ته د واکسين د پيل او ځای په اړه خبرتيا ورکول کېږي.

نوموړي وويل چې د واکسين برخه کې يې د کاري زمينو کمېدو مخنيوی کړی او هڅه کوي چې مرستندويه ادارو سره په همغږۍ په دغه ولايت کې اتلس سوه نور نوي کسان جذب کړي.

بلخوا په دغه غونډه کې په ختيځ کې د پوليو د له منځه وړلو بېړني عملياتي مرکز مشر ډاکتر نجيب‌الله کاموال وويل، سږکال په ننګرهار کې د پوليو نوې پېښه نه ده ثبت شوې او لامل يې په دغه ولايت کې د مسئولينو ښه پاملرنه ده.

نوموړي وويل چې د پوليو له فنډ څخه په ښوونځيو کې ماشومانو ته بسکویټ هم وېشل کېږي او ډېر ژر به له همدې فنډ څخه يو لوی روغتون جوړ شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.