کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو د کوزڼ ضد (پولیو) واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶،۲ میلیون ماشومان واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د پولیو واکسین څلورم فرعي ملي کمپاین پیل کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمپاین د افغانستان په سوېل، سوېل ختیځ، ختیځ، لوېدیځ او د شمال ختیځې حوزې په ۱۶ ولایتونو کې د روانې اکټوبر له ۲۸ تر ۳۰ پورې پلي کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۶،۲ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کمپاین کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، خوست، پکتیکا، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې پلي کېږي.