ژبه

ننګرهار کې د پوليو ضد واکسین کمپاين پيل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): ننګرهار کې د پوليو ضد واکسین د درې ورځني کمپاين د پيل پر مهال حکومتي مسوولینو وویل چې په دغه کمپاین کې به ۸۳۶ زره له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وشي.

دا کمپاين چې نن د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او پوليو د له منځه وړلو ادارې له خوا په ګډه پيل شو، له نور کله په توپير به يوازې په جوماتونو کې د واکسین چارې ترسره کېږي.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امين‌الله شريف له خلکو وغوښتل چې د پوليو ویروس په مقابل کې خپل ماشومان واکسين کړي.

دغه راز، د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزي وويل چې په روان درې ورځني کمپاين کې به ۸۳۶ زره تر پنځه کلنو کم‌عمره ماشومان د پوليو یا ګوزڼ ‎واکسین شي.

دی وايي، دا کمپاين د نورو وختونو په نسبت په توپير ترسره کېږي؛ واکسیناتوران به جوماتونو ته ورځي او خلک به خپل اولادونه همالته د واکسین په موخه ورولي.