منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

بغلان کې د ۳۴۰۰ روږدو درملنه شوې ده

د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د پلخمري ښار له واټونو ۳۴۰۰ روږدي ټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.

غړي

د افغانستان او پاکستان روغتیا وزیران د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري غږېدلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري او د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې کړې دي.

«تېر میلادي کال کې هېواد ته د قاچاقي درملو واردات ۸۰ سلنه کم شوي»

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، تېر ۲۰۲۳ میلادي کال یې د هېواد په کچه د ۶۷۰۰ قلمه درملو او ۷۰۰ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو خوراکي توکو راټولولو او سوځولو ترڅنګ، د کابل ښار په کچه څه باندې ۸۹۰ درملتونونه‎ تړلي دي.

جوزجان کې ډاکټران: په خپلسرې توګه د درملو کارول ناوړه پایلې لري، ډډه ترې وکړئ

جوزجان کې یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایي مسوولینو د ډاکټر له سپارښتنې پرته په خپلسرې توګه د درملو کارولو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې، دا کار یې خطرناک بللې او سپارښتنه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته باید هیڅ ډول درمل ونه کارول شي.

ډاکټران: د تنفسي ناروغیو وقایې لپاره د ماسک کارولو ترڅنګ د اوبو او مالګې محلول غرغره کړئ

ډاکټران وايي، د هوا په سړېدو سره د تنفسي ناروغیو خپرېدو کچه لوړېږي چې په ځینو مواردو کې په ناروغ کې د سینوزیت رامنځته کېدو لامل هم ګرځي او په دې ناروغۍ اخته کس باید د ماسک کارولو ترڅنګ، ځان ګرم وساتي او ګرم مایعات وڅښي. ‎

غړي

سبا د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سبا (دوشنبه) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د له منځه تلو لپاره خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

نور راپورونه