د ننګرهار خلک د درملو له خراب کيفيت او د هغو له لوړې بیې شکايت کوي
د ننګرهار اوسېدونکي شکايت چې په دغه ولايت کې د درملو کیفيت ټيټ او نرخونه يې لوړ شوي چې ډېرى وخت درمل ناروغانو ته هيڅ ګټه نه رسوي.
د ننګرهار اوسېدونکي شکايت چې په دغه ولايت کې د درملو کیفيت ټيټ او نرخونه يې لوړ شوي چې ډېرى وخت درمل ناروغانو ته هيڅ ګټه نه رسوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته او ۶ نور یې له امله مړه شوي دي.
روغتيايي مسوولين وايي چې ديني عالمان دې د ساري ناروغيو مخنيوي ترڅنګ د پوليو واکسين د تطبيق په برخه کې هم له حکومت سره همکاري وکړي.
د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې نن يې ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل او دوه ټنه خوراکي توکي وسوځول.
په کندهار کې د باران په نوم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو یوه موسسه (باران) د دغه ولایت پر ۶۴ روغتیايي مرکزونو د ۴۵ میلیونه افغانيو په ارزښت درمل، طبي او غیر طبي وسایل وېشي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي د کرونا درملنې لپاره «د مالګې محلول پر غرغړه کولو» ټینګار کوي، خو د طب برخې پوهان وايي چې که څه هم دغه محلول قوي مکروب وژونکی دی، خو تر اوسه…
د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکي او هېوادوال له هوږې استفاده د کرونا ناروغۍ لپاره ګټوره بولي خو طبي پوهان وايي چې تر اوسه د کرونا ناروغۍ لپاره د هوږې ګټورتوب نه دی ثابت شوی…
د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین پر کارکوونکو برید غندلی او وایي چې حکومت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د پولیو واکسین د لومړۍ کرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳ کسان پر کرونا اخته او ۳ نور یې له امله مړه شوي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې اووه واکسیناتوران وژل شوي دي.
د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او کابل ښاریان د «عنبر» لوګی د کرونا لپاره ګټور بولي؛ خو ډاکترانو مضر بللی او له ښاريانو يې وغوښتل چې د کرونا ناروغۍ د نښو نښانو درلودو په صورت کې دې روغتون ته لاړ شي او له خپلسرې او دوديزې درملنې دې ډډه وکړي.
طبي پوهان په دې اړه ادعا چې د اومیکرون فرعي بڼه (Omicron BA.2) به په نړۍ کې د کرونا ویروس له تر ټولو ډېرو خپرېدونکو بڼو، لومړی مقام خپل کړي، دقیق نه ګڼي او وايي چې تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا دغه ډول مورد نه دی تايید شوی.
په کندهار کې د معتادینو د درملنې د ۷۰ بستریز مرکز مسوولین وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ورسره د موسسو له خوا مرستې بندې شوې چې د دوی خدمات یې اغېزمن کړي دي.
د پکتيا ولايت په پنځو ولسواليو کې د مور-ماشوم ځانګړی ګرځنده روغتيايي پروګرام پيل شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۴ کسان په کرونا ویروس اخته او اته کسان یې له امله مړه شوي دي.
د سینې سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده چې له امله یې هر کال ډېرې ښځې مړې کېږي؛ خو ماشوم ته د شیدو ورکول، منظم ورزش، د چاغېدو مخنیوی، له غوړو او سره کړو…
د ټولنیزو پاڼو ځیني کاروونکي او هېوادوال د «سپلني» دود د کرونا د میکروبونو په له منځه وړو کې اغېزناک بولي؛ خو طبي کارپوهان وايي چې دغه لوګی نه یوازې اغېز نه کوي،…
د طبي چارو پوهان هغه راپورونه ردوي چې ګواکې اومیکرون د کرونا تغییر شوې وروستۍ بڼه ده او وايي چې کرونا ډېر کلونه پاتې کېږي، انسانان دې ځانونه ورسره عادي کړي. اوازې: په دې وروستیو…
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۴۷۲ کسان پر کرونا اخته شوي او پنځو کسانو د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د کرونا د څلورم پړاو د ناروغانو شمېر د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه ډېروالی ښیي.
طبي کارپوهانو په ټولنیزو پاڼو او ځینو رسنیو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د کرونا په «وامېکرون» ناروغۍ ماشومان هم اخته کېږي او د دوی په منځ کې د مړینې کچه لوړه ده او…
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د روږدو کسانو د درملنې سل بستريز روغتون مسوولان وايي چې د وروستيو پنځو مياشتو په اوږدو کې يې پر نشه یي توکو د روږدو ۴۶۰ کسانو درملنه کړې او خپلو کورنيو ته يې سپارلي دي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي چې د تورخم له لارې د خلکو ډېر تګ راتګ يو ځل بيا له پاکستان څخه د کرونا ويروس د انتقال اندېښنې ډېرې کړې دي. بل لورته د ننګرهار د…
د کندوز روغتيايي مسوولين وايي چې د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ٤٣٨ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له دې ډلې ١١ ماشومان مړه شوي دي. د کندوز د…