کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د سینې سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده چې له امله یې هر کال ډېرې ښځې مړې کېږي؛ خو ماشوم ته د شیدو ورکول، منظم ورزش، د چاغېدو مخنیوی، له غوړو او سره کړو خوړو ډډه کول د دې ناروغۍ په مخنیوي کې اغېزمن دي.
دغه مطلب د نسايي ولادي متخصصې ډاکترې نجم السما شفاجو له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګند کړ.
سرطان څه شی دی؟
سرطان په بدن کې د حجرو غیر کنټرولي وده ده، دغه ناروغي چې ډېرې بڼې لري؛ که پر وخت یې تشخیص ونه شي، نو درملنه یې ښایي ستونزمنه حتی ناممکنه کېدای شي؛ د سینې سرطان یو له دغو ډولونو دی چې ډېرې ښځې پرې اخته کېږي.
د طبي کارپوهانو په وینا، د سینې سرطان هغه ناروغي ده چې په کې د سینې حجرې په غیر نارمل او له کنټروله وتلي ډول وده کوي او دا حجرې معمولاْ د تومور یا دانې په شکل راښکاره کېږي یا هم د یوې کتلې په څېر احساس کېدای شي.
د سینې سرطان مختلف ډولونه لري. د هغه ډول په دې پورې تړاو لري چې د سینې کوم ډول حجرې په دې اختلال اخته شوې دي. دا سرطان د سینې په مختلفو ځایونو کې راپیدا کېدای شي.
د سینې پر سرطان د اخته کېدو لاملونه څه دي؟
ډاکتر نجم السما شفاجو وویل: «سینه له دوو پرمختللو غدو جوړه شوې چې خدای (ج) د همدې لپاره پیدا کړې، کله چې ښځې امیدواره کېږي، خپل ماشومان دې تغذیه کړي، یوه غده ده چې بهرني افرازات لري.»
خو دغه ډاکتره پر یاده ناروغۍ د اخته کېدو لامل په اړه وایي: «تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې د سرطان لامل په څه شي کې دی، خو ځیني فکټورونه یې را اخیستي چې د سینې د سرطان په ګډون په هغو کې چاغي یا زیات وزن، تشویش، د فزیکي فعالیت نشتوالی، له غوړو خوړو استفاده او له تیارو خوړو ګټه اخیستل په کې شامل دي.»
دغه راز هغې زیاته کړه، هغه ښځې چې ماشومانو ته خپلې شیدې نه ورکوي او له پوډري شیدو ګټه اخلي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ډېر خطر سره مخ دي. هغه په ښځو کې د سینې سرطان له لاملونو یو لامل ارثي سرطان بولي.
هغې زیاته کړه: «د سینې سرطان پنځه سلنه قضیې په ارثي ډول هم انتقالیږي، چې کېدای شي له مور څخه لورګانو ته، له ترور څخه خورځو ته انتقال شي.»
ډاکتران؛ پر وخت د دې سرطان درملنه د مړینې ګواښ راکموي.
د عامې روغتیا وزارت پخوانی معین ډاکتر ماموسي زیور د سینې سرطان په هېواد کې یو له عامو سرطانونو بولي او وایي، د خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي ټیټه کچه په ښځو کې د دې ناروغۍ د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو دی.
هغه پر وخت د یادې ناروغۍ درملنې ته په اشارې وویل: «د سینې سرطان پر وخت تشخیص؛ خوندي ژوند!»
د سرچینې په خبره، د سینې راځړېدل یا کشېدل، د تیو د سر په پوستکي کې بدلون یا د تیو له سرونو د افرازاتو راوتل، په سینه یا بغل کې د یوې کتلې شتون، د سینې د جلد ګونځې کېدل، تر بغل لاندې غیر معمولي پړسوب، د لمفاوي غدو لویېدل او د یوې سینې د شکل او اندازې غیر معمولي لوی والی، د دې ناروغۍ له نښو دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










