تېره میاشت څه باندې پنځه زره ماشومان په “شري” اخته او ۴۵ یې له امله مړه شوي
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې په ټول هېواد کې ۳۵ زره ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۲۱۴ تنه یې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې په ټول هېواد کې ۳۵ زره ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۲۱۴ تنه یې له امله مړه شوي دي.
د غور ولایتي روغتون مسوولین په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د ۲۱۰۰ ماشومانو د اخته کېدو خبر ورکوي او وايي، له دې ډلې ۷۲ ماشومانو ساه ورکړې ده. د غور ولایتي روغتون رئیس…
د روغتيا نړيوال سازمان رییس په افغانستان کې روغتيايي وضعيت «خراب» بللی او ویلي یې دي چې بشري ناورين په دغه هېواد کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړى دى.
د عامې روغتیا وزارت هغه راپور رد کړی چې ګواکې په هېواد کې د کرونا له ۳۸ روغتیايي مرکزونو یوازې پنځه یې فعال دي او وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې د کرونا ۱۷ روغتونونه فعال دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکزي روغتون او د نایب امین الله لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون، نه یوازې د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي، بلکې ډاکټرانو او کارکوونکو یې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۶۷۰ کسان پر کرونا اخته شوي او ۱۰ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
په هېواد کې يو ځل بيا د کرونا مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د اکسيجن د توليد او پلور کچه لوړه شوې ده. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ١٦٣…
د اروزګان د ولایتي روغتون سرطبیب وايي، د دغه ولایت په ماشومانو کې د شري ناروغي ډېره شوې چې لامل یې په پر له پسې توګه د اړوند واکسین نه پلي کېدل دي.
طبي پوهانو په انټرنېټي پاڼو او یو شمېر رسنیو کې په دې اړه خپاره شوي خبرونه چې (A) ګروپ وینه لرونکي خلک ډېر پر کرونا اخته کېږي رد کړي او وايي، دغه خبرې نه دي ثابتې شوې.
د ناروې په مالي ملاتړ د غزني ۲۸ هلکانو او نجونو ته د پکتیا د طبي علومو انسټیټیوټ د نرسینګ، لابراتوار، فارمیسي او قابله ګي په څانګو کې دوه کلنې زده کړې ورکول کېږي.
فاریاب ولایت کې روغتیايي مسوولین داسې مهال پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د ډېرېدو خبر ورکوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه ولایت کې د کرونا روغتون د بودجې د نه شتون له امله غیر فعال شوی دی.
طبي پوهان، په دې اړه خپار شوي مطالب چې ګواکې فاویپراویر تابلیت د کرونا ناروغانو لپاره مطلوبه نتیجه ورکوي، ناسم بللي او وايي، تر اوسه دغه درمل د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دي تایید شوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۶۳۸ کسان پر کرونا اخته شوي او اتو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د پکتيکا د مرکز ښرنې په ملکي روغتون کې په يوه اوونۍ کې دوو مېرمنو اته ماشومان زېږولي چې مسوولين يې د ماشومانو روغتیا د اندېښنې وړ بولي.
په کندهار کې د کرونا ۵۰ بستریز روغتون ډاکټران وايي، د دغه روغتون ډاکټرانو او نور پرسونل له شپږو تر اتو میاشتو تنخواوې نه دي ترلاسه کړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
روغتیايي مسوولین او د بادغیس اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ نښې په ډېرو خلکو کې لیدل کېږي، اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د کرونا ځانګړی روغتون بېرته فعال شي.
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د اکسېجن د توليد يوه کارخونه جوړه شوه چې د ورځې لسګونه بالونونه اکسېجن توليدوي.
د پژواک موندنې ښيي چې په تېرو شلو ورځو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه د پاسه درې برابره ډېر شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان کې هر کال ۴۰زره کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې نیمايي يې ساه ورکوي.
هلمند کې د کرونا روغتون مسوولان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې زياتې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، راتلونکې پنجشنبې د المان د «سولې کلی» موسسې ډاکټران کابل ته راځي څو هغه ماشومان المان ته د لېږلو لپاره په نښه کړي چې هډوکي یې مات وي او…
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۳۱ کسان پر کرونا اخته شوي او درې کسانو د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده. د عامې روغتیا وزارت…
د خوست د قلندر ولسوالۍ روغتيايي کلينيک چې د دغه ولايت په يوه بله غرنۍ ولسوالۍ، موسی خېلو کې فعاليت کوي، مسوولين او اوسېدونکي يې خپلې ولسوالۍ ته د بېرته انتقال غوښتنه کوي.
د نوي حکومت لهخوا لومړنۍ ټاکل شوې رییسه ډاکټره ملالۍ فیضي وایي، باوري ده چې ورو، ورو حکومت کې د ښځو ګډون ډېریږي او دا - چې اوس د ملالۍ زیژنتون مشره ده- هڅه کوي چې د دغه روغتون اړتیاوې پوره کړي.