کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، راتلونکې پنجشنبې د المان د «سولې کلی» موسسې ډاکټران کابل ته راځي څو هغه ماشومان المان ته د لېږلو لپاره په نښه کړي چې هډوکي یې مات وي او یا سخت سوځېدلي وي.
یادې ټولنې نن پر خپلې تويټرپاڼې لیکلي، په پام کې ده چې د المان د سولې کلی موسسې ډاکټران د سلواغې له ۲۱مې تر ۳۰مې کابل ته راشي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه موسسه غواړي چې د ماتو هډوکو او سختو سوځېدلو ماشومانو معاینه وکړي او د درملنې لپاره یې المان ته بوځي.
سرچینې لیکلي چې د ناروغ عمر باید له یو کال کم او له ۱۱ کلونو ډېر نه وي.
د یادې ټولنې په وینا، د دې کتنې لپاره د ناروغ تذکره د پلار یا خپلوانو تذکره او د پاسپورټ په اندازه لس قطعې رنګه عکسونه اړین دي.
یاده موسسه له کلونو راهیسې وخت ناوخت هغه ماشومان د درملنې لپاره المان ته لېږدول چې هډوکي یې مات وو او یا سخت سوځېدلي وو.
دغه لړۍ له څه مودې راهیسې درېدلې وه او اوس بېرته پیلېږي.