ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر ملالۍ فیضي: حکومت کې د ښځو د ګډون کچه ورو، ورو ډېرېږي

ډاکټر ملالۍ فیضي: حکومت کې د ښځو د ګډون کچه ورو، ورو ډېرېږي

author avatar
3 Feb 2022 - 13:46
ډاکټر ملالۍ فیضي: حکومت کې د ښځو د ګډون کچه ورو، ورو ډېرېږي
author avatar
3 Feb 2022 - 13:46

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د نوي حکومت له‌خوا لومړنۍ ټاکل شوې رییسه ډاکټره ملالۍ فیضي وایي، باوري ده چې ورو، ورو حکومت کې د ښځو ګډون ډېریږي او دا – چې اوس د ملالۍ زیژنتون مشره ده- هڅه کوي چې د دغه روغتون اړتیاوې پوره کړي.

افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته، ملالۍ رحیم فیضي لومړۍ ښځه ده چې په یوه لوړه دولتي څوکۍ کې ګومارل کېږي.

ملالي فیضي پر ۱۳۷۴ کال د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغه شوې، څلور کاله یې کابل کې د ماشومانو په اتاترک روغتون کې د تخصص دوره تېره کړې او د الټراسوانډ په برخه کې یې هم یو کورس لوستی دی.

هغه وایي چې پنځه کاله یې ای. ایم. سي. ان (IMCN) موسسه کې -چې د مور او ماشوم په برخه کې کار کوي- د ټیم مشرې په توګه، درې کاله یې د ماشومانو د زېږون په برخه کې له اریانا ثابت خصوصي روغتون سره او یوه موده یې د روغتیا له نړیوال سازمان (WHO) او د ماشومانو ژغورنې له نړیوالې موسسې (Save the Children) سره هم په بېلابېلو پروژو کې کار کړی دی.

فیضي دا مهال په ډېره لېوالتیا د ملالۍ زیژنتون چارې مدیریت کوي.

دې د سلواغې پر ۱۳مه له پژواک خبري اژانس سره له خبرو مخکې د روغتون له ډاکټرانو او نرسانو سره غونډه درلوده او د روغتون له ډاکټرانو يې د مرکې لپاره هم معلومات راټول کړل.

ډاکټر فیضي، په دې اړه چې نوي حکومت څنګه هغه د یاد روغتون مشرۍ ته غوره کړه، وویل: «د دغه روغتون ریاست لپاره مې نوملیکنه وکړه، فکر کوم درې – څلور کسان نور هم ول، خو د وزارت یوه کمېسیون زموږ د سندونو او تجربې له ارزونې وروسته کادري ازموینه واخیسته؛ بیا ما ته خبر راکړل شو چي ته د ملالۍ زېږنتون روغتون ریاست لپاره وړ بلل شوې یې.»

نړیواله ټولنه بیا، بیا په حکومت کې د ښځو پر ګډون ټینګار کوي او ان له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل هم له دغې موضوع سره تړي.

خو فیضي وروسته له هغه چې پر نوې دنده ګومارل شوې، حکومت کې د ښځو پر ګډون ډاډمنه شوې ده، وايي: «امارت باور لري چې ورو – ورو په حکومت کې د ښځو ګډون زیات کړي.»

هغه وایي، ټولنه ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره اړینه ده چې د ښځو لپاره پوهنتونونه او ښوونځي پرانېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګرمو سیمو کې پوهنتونونه تېره ورځ پرانېستل شول او نجونې هم پوهنتونو ته لاړې. دغه راز ټاکل شوې چې په نوي کال کې د نورو سیمو پوهنتونونه او د نجوني ټولې ښوونځي هم پرانېستل شي.

ډاکټر ملالۍ اوسمهال د ښځینه ډاکټرانو د کار د څرنګوالي په اړه وایي: «په صحي برخه کې هېڅ ستونزه نشته، همدغسې چې موږ مخکې کوم کالي اغوستل، اوس یې هم همداسې اغوندو، تر اوسه موږ کوم شرطونه نه دي لیدلي چې وضع کړي یې وي.»

هغه په روغتون کې د ناروغانو له ډېروالي شکایت کوي، وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ناروغان لري او په دغه روغتون کې د ورځې تر سلو ډېر نوي ماشومان زېږيږي.

فیضي د پژواک له خبریال سره د روغتون په بېلابېلو برخو کې وګرځېده، خونې له ناروغانو ډکې وې.

د روغتون مشرې له یادو خونو په یوه کې د درې ګونو ماشومانو د مور پوښتنې وکړه او هغې ورته وویل: «اوس هېڅ ستونزه نه لرم، ډاکټران هم شته، یوازې د وینې کمښت لرم، خو اوس هغه هم راته شروع کوي.»

د روغتون په بیړنۍ خونه کې یوې بلې مور چې ماشوم یې ورته ژړل او پر خپل زنګون یې اراماوه، وویل: «نرګس مې نوم دی، څلور ورځې کېږي چې دلته بستره یم، ماشوم مې عملیات شو او دلته له ماسره ښه چلن کېږي.»

د روغتون مشرې ډاکټر فیضي د روغتون له څارنې وروسته وویل: «د ناروغانو ډېروالي له امله زیاتو وسایلو ته ضرورت لرو، په دومر لوډ (ډېرو) ناروغانو د کوچنیانو ګراف اخیستو (CTG) لپاره یو ماشین لرو، دا باید څلور وي، ان یو الټراسونډ نه لرو، د اکسرې ماشین لرو، خو هغه مواد چې ورته ضرورت دي، نه یې لرو او د درملو کمښت هم بله ستونزه ده.»

هغه وايي، د یادو ستونزو د حل لپاره له عامې‌روغتیا وزارت سره خبرې کوي ترڅو ډاکتران او نور روغتیایي کارکوونکي یې زیات کړي، د وسایلو او درملو په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي.

فیضي پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ چې له دغه روغتون سره مرسته وکړي.

ځینې افغان مېرمنې په داسې حال کې پر یاده دنده د ډاکټر ملالۍ فیضي د ګومارل کېدو هرکلی کوي، چې دا مهال د افغانستان پر سرپرست حکومت په هېواد کې د مېرمنو د حقونو د تامین او حکومت کې د هغوی د ګډون په تړاو، نیوکې کېږي.

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار پخوانۍ ښاروالې، ظریفې غفاري پر خپل ټویټر لیکلي: «سره له دې چې ښځو پورې اړوند روغتون ریاست باید د ښځو په لاس کې وي، خو بیا هم د میرمن ملالۍ په ګومارنې سره ډېر عالي احساس لرم.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرخندې زهرا نادري ویلي چې د ملالۍ فیضي ګومارل نیک اقدام دی، خو د ښځو د روغتیايي چارو د ښه‌والي لپاره کافي نه دی او نورې مېرمنې هم باید وګومارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ  ډاکټره ارین هم په کابل کې د شهرارا تدریسي روغتون د مشرې په توګه وټاکل شوه.

Visits: 384

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.