سعودي عربستان کې یو افغان اعدام شوی
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی چې د عبدالقیوم شینواري په نوم یو افغان دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په «جرم» اعدام شوی دی.
اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي چې په هغه هېواد کې یې جرم کړی او محکوم شوي وي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې له دوو موسسو سره یې د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د بښنې نړۍوال سازمان له جرمني کابل ته د ۲۸ افغانانو بېرته ستنولو غبرګون کې ویلي، دغه کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
رسنیو راپور ورکړی چې جرمني د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې مجرم پېژندل شوي او په لومړي پړاو کې یې ۲۸ افغانان له دغه هېواده را ایستلي دي.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې وروستیو کې له ایرانه د قانوني افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې ۴۹ میلیون او ۸۶۹ افغانیو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په مخکني حکومت کې د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال، په قطر کې د افغانستان پخوانی سفیر او د جمهوري ریاست د دفتر رییس فیضالله کاکړ د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د ۸۰ زره ډالرو په لګښت لسګونو کډوالو کورنیو ته د سرپناه جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د تورخم دروازه تر څلور ورځني ځنډ وروسته د مسافرو او ترانزيټ پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د یوناما مرستیال وايي، دوی هڅه کوي د کډوالو د نورو ستونزو د حل ترڅنګ د هغوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یو میلیون او ۸۷۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي او دا مهال د ګاونډیو په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو کې څه باندې ۱۶ زره افغانان بندیان دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري وايي، د دغه هېواد له یوه زندانه شپږ افغانان خوشي شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنوونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي چې ډېر یې اندېښمن کړي دي.
یوه ایراني امنیتي چارواکي په داسې حال کې د روان کال تر پایه له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو پر وتلو ټينګار کړی چې په دغه هېواد کې د یوه افغان کډوال د شکنجې یوې ویډیو غبرګونونه پارولي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، تر اوسه شاوخوا څلور زره افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته را لېږدول شوي او د ا.ا غوښتنه دا ده چې هلته په اعدام او نورو سزاګانو نور محکوم افغانان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي.
د کډوالو چارو وزارت، د کډوالۍ نړۍوال سازمان هغه راپور چې ګواکې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي، ردوي او وایي، ځینې ادارې د دې لپاره چې د تمویلوونکو پام جلب کړي د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، تېرو څه کم پنځو کلونو کې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارو د انساني قاچاق پر ضد مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم د انساني قاچاق یو پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي خو په شمېر کې یې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.
صربستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلختيځ کې د کډوالو لېږدوونکي یوه موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې موسسات دې خپل اداري لګښتونه کنټرول کړي، خلکو ته دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي او ډېر تمركز دې د اړمنو پر ستونزو وشي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۷ زره او ۴۳۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا تورخم دروازه د ETA ویزهلرونکو افغانانو پرمخ وتړل شوه.
په داسې حال کې چې تېره ورځ له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې چمن کې پرلتوالو خبر ورکړ چې پاکستاني لوري ورته د سپينبولدک - چمن پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې، خو لا هم لار د پاکستاني ځواکونو له لوري تړلې ده.