یو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو هواري په موخه ترکیې ته ځي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پام کې ده يو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه ترکیې ته سفر وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پام کې ده يو حکومتي پلاوی د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه ترکیې ته سفر وکړي.
یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک - چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې د یو عشاریه څلور ميليونه افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي.
د ننګرهار چارواکي وايي، له پاکستان څخه د تورخم له لارې پرون ۵۳۴ کډوالې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
یو شمېر افغان کډوال چې په زور له ایرانه ایستل شوي، د هغه هېواد د پولیسو له ځورونې شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې له ډیپلوماتیکې لارې ایران کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو مخینوی وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ترکیه دې له نړۍوالو قوانینو سره سم د افغانانو د جبري ایستلو پر ځای هغوی ته د کار زمینه برابره کړي او په خپله خوښه راستنېدونکي کډوال دې د یوه ګډ میکانېزم له مخې راستانه شی.
د افغانستان او ایران ترمنځ د قونسلي چارو کمېسیون څلورمه ناسته کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې وشوې او وپتېیل شوه چې د دغو ستونزو هواري لپاره ګډه کمېټه جوړه شي.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغانان ازاد شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بېاسنادو کډوالو وتلو اعلان د دې لامل شوی چې د پاکستان پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له دغه وزارت سره خپلې مرستې ډېروي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د کابل هوایي ډګر کې یو ځل بیا راستنېدونکو کډوالو ته د دغه وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان په همکارۍ د ښه راغلاست دفتر پرانیستل شو.
د افغانستان د سینماګرانو ټولنې ملګرو ملتونو ته د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې په ایران، پاکستان او ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو له ځورونې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
فراه کې مسوولین وايي، تېرو لسو ورځو کې د دغه ولایت فراهرود او بالابلوک ولسوالیو ته له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، د دوی مسوولینو له پاکستاني چارواکو سره ناستې کړې او له هغوی یې غوښتي چې له افغان ګډوالو سره د نړۍوالو اصولو او قوانینو په رڼا کې چلند وکړي.
د ا.ا د مشرتابه د هدایت پر اساس له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت رسېدو او اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه یو کمېسیون جوړ شو. ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي…
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري د سند ایالت له زندانونو د ۳۶ ماشومانو په ګډون د ۱۰۰ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی دی. یادې قنسلګرۍ نن د یوې ویډیو په…
د کډوالۍ عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زور نه وباسي؛ ځکه چې په زور ایستل یې له بشري حقونو سرغړونه ده.…
د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان وروستي اقدامونه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د کډوالۍ په اړه د منل شوو کنوانسیونونو، هوکړو او تړونونو سره په…
د عوامي نېشنل ګوند یوه مرکزي مشر ايمل وليخان ویلي، که چېرې افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه وي نو د کشمیر او هند مهاجرینو ته هم باید د اوسېدو اجازه…
پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف بولي. د پخواني ولسمشر له دفتره د تلې په ۱۴مه، په یوه…
د ایران د کډوالۍ ملي سازمان رییس ویلي چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو تراوسه ایران ته هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه ده پېښه کړې. د ایران د کډوالۍ ملي سازمان رییس عبدالله…
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه سفارت یوه پلاوي د اسلاماباد پولیسو له مسوولینو سره لیدلي او د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورونو او نورو اړوند ستونزو په…
د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښته کوي چې د بېرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره مرسته وکړي.