ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان سینماګرانو ټولنه: ملګري ملتونه دې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول کېدو مخه ونیسي

د افغان سینماګرانو ټولنه: ملګري ملتونه دې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول کېدو مخه ونیسي

author avatar
10 Oct 2023 - 15:39
د افغان سینماګرانو ټولنه: ملګري ملتونه دې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول کېدو مخه ونیسي
author avatar
10 Oct 2023 - 15:39

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د افغانستان د سینماګرانو ټولنې ملګرو ملتونو ته د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې په ایران، پاکستان او ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو له ځورونې د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په ١٢مه د پاکستان د موقت حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بوګټي ويلي وو، که غیرقانوني افغان کډوال د سږ میلادي کال د نوامبر تر لومړۍ نېټې خپل هېواد ته ستانه نه شي، نو په زور به له پاکستانه وایستل شي.

پاکستان او ایران کې له افغانانو سره ناوړه چلند د سرپرست حکومت د چارواکو له سختو اعتراضونو سره مخ شو.

په دغه هېوادونو کې له ‎افغان کډوالو سره ناوړه چلند د افغان سینماګرانو ټولنې غبرګون هم راپارولی او دې اتحادیې ملګرو ملتونو ته یو پرانیستی لیک استولی دی.

د دې اتحادیې په پرانیستي لیک کې راغلي: «موږ د افغان سینماګرانو اتحادیې غړي- چې په افغانستان او بهر کې په سلګونو سینماګران لکه لیکوالان، سینمايي لوبغاړي، کارګردانان، شاعران، انجینران، فلم اخیستونکي، فلم جوړونکي، علما او نور مشهور او نامتو شخصیتونه په‌کې شامل دي- په ایران، پاکستان او ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د ظالمانه او تاوتریخجنو اقداماتو له امله د عدالت غوښتنه کوو.»

دغه راز په یاد لیک کې راغلي: «‎موږ د دغه پرانیستي لیک له لارې د پاکستان، ایران او ترکیې په اړه له تاسو سره په اړیکه کې یو.»

سرچينې ليکي، په دې وروستيو کې پاکستان او ايران کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو د سپکاوي، وهلو ډبولو، خپل‌سرو نیونو او ان په قصدي ډول د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

په دغه لیک ‎کې راغلي، ترلاسه شوي معلومات ښيي چې لږ تر لږه ۵۰۰ افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د دغه هېواد د پولیسو له لوري په اسلام‌اباد او شاوخوا سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینې لیکلي: «موږ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ګواښونکي وضعیت په تړاو ‎ژوره اندېښنه لرو او له دوی سره ناوړه چلند نه شو زغملای.»

په ليک کې راغلي، ترلاسه شوي راپورونه تاييدوي چې د سند په سيمو په تېره بیا په کراچۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې ‎د نیولو عملياتو زور اخیستی چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان بنديان شوي دي.

په ليک کې زياته شوې: «په ايران کې د افغانانو پر وړاندې توکم‌پالنه چې له څو کلونو راهيسې روانه ده، اوس یې يو ځل بيا زور اخيستی دی. په ایران کې افغانان ته سپکاوی کېږي، وهل کېږي، زنداني کېږي، شکنجه او ځینې مهال وژل کېږي، افغانان عامه ځایونو لکه پارکونو، ښوونځیو او رسټورانټونو ته له تلو منع کېږي، ‎دغه راز د زده‌کړو او کار بندیز هم پرې لګېدلی دی.»

سرچینه زیاتوي: «‎موږ باور لرو چې د نړۍ په بل هیڅ ځای کې دا ډول او په دومره شدت او د دومره اوږدې مودې لپاره د کوم هېواد له لوري له کوم کډوال سره داسې توکمیز چلند نه دی شوی، د بیلګې په توګه، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه وېډیو ښيي چې یو افغان کډوال د ایران د مازندران په کلاردشت سیمه کې له وحشیانه، بې‌رحمانه او توکم‌پاله ځورولو سره مخ شوی دی.»

سینماګرانو د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی نه زغمل کېدونکی عمل بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي: «موږ د افغانستان د سینماګرانو اتحادیې غړي له تاسو غواړو چې دغه ناوړه او وحشیانه جنایتونو ته پاملرنه وکړئ، که تاسو د تر ټولو لوی او مهم نړۍوال حقوقي او بشردوستانه سازمان رهبر یاست، ‎‎له تاسو غواړو ‎چې دغه ښکاره بې‌عدالتي جدي وڅېړئ او ظلم، تېري، لوټ او وژنو ته د پای ټکی کېږدئ.»

سينماګران هيله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو (ايران او پاکستان) حکومتونه دې‎ بې‌عدالتۍ ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتريخوالی ودروي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.