بيارغونه
راپورونه
په فراه ښار کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت کانال جوړېږي
د فراه د کلیو پراختيا او بیا رغونې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي لګښت د يوه کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړېدو کار پيل شو
د پژواک اژانس له هغه راپور وروسته چې د وري په ۹مه يې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د وچکالۍ په اړه خپور کړ، اوس حکومت په یاده سيمه کې د اوبو بند جوړولو…
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړېدو کار پيل شو
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د وري په ۹مه يې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د وچکالۍ په اړه خپور کړ، اوس حکومت په دغه سيمه کې د اوبو بند جوړولو کار پيل کړ.
په تخار کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا بند پرانیستل شو
د تخار سیمه ییز مسوولین د دغه ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د ۳۰ کیلو واټ ظرفیت لرونکي برېښنا بند د پرانیستې خبر ورکوي.
په پکتيا کې د دوه ميليون ډالرو په لګښت تفریحي پارک جوړېږي
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز اړوند په تېرې کنډو سيمه کې د يوه ستر او عصري تفریحي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هلمند کې موټر چلوونکي د ویجاړو شویو سړکونو د جوړېدو غوښتنه کوي
په هلمند کې موټر چلوونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي سړکونه دې بېرته ورغول شي.
په سمنګان کې د اوو ټولګټو پروژو کار پیل شو
د سمنګان مسوولین په دغه ولایت کې د خوړو په بدل کې د اوو پروژو د کار د پیل په اړه خبر ورکوي. د خلم ایبک دریایي حوزې رییس ملا محمد عمر انس پژواک خبري…
په وردګ پوهنتون کې د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې
د میدان وردګو ولايت په "وردګ پوهنتون" کې د ۸ ميلیونو افغانيو په ارزښت د څلورو پروژو چارې بشپړې او پرانیستل شوې.
په لوګر کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات ودانۍ جوړېږي
د لوګر ولایت د حج او اوقافو ریاست له خوا په مرکز پل علم کې د یوه جامع جومات د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې. د حج او اوقافو رییس مولوي فضل الکریم احمد…
د لغمان په بادپښ کې د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پيل شوې
د لغمان چارواکي وایي چې د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
په دوو ولايتونو کې د اوبو رسولو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
په ميدان ودرګو او زابل ولايتونو کې د څښاک پاکو اوبو شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د غزني اوسېدونکي له حکومته د نیمګړو پروژو بیا پیلول غواړي
د غزني اوسېدونکي له نوي سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د هغو رغنیزو پروژو درېدلي کارونه بېرته پیل کړي چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې او اوس نیمګړې پاتې دي.
ملا برادر: د بخش اباد بند د جوړولو هوډ لرو
د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر فراه ولایت ته سفر کړی او ویلي يې دي چې د بخش اباد بند د جوړولو هوډ لري.
په لغمان کې ۱۱ پرمختیایي پروژې نیمګړې پاتې دي
د لغمان ولایت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس وايي چې په دغه ولایت کې د تېر نظام یو شمېر پراختيايي پروژې نيمګړې پاتې دي.
په هلمند کې د ۷۰۰ متره په اوږدوالي کانال جوړ شو
په هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰۰ متره کانال جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د دغه ولايت د ښاروالۍ د انجنيرۍ او…
د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې د پاکو اوبو رسولو پروګرام پيل شو
د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې وچکالۍ ځپلو سيمو لپاره د پاکو اوبو رسولو او حفظ الحې پروګرام پيل شو.
د لغمان په الینګار کې د اوبو بند جوړېږي
د پژواک اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د لغمان سیمه ییز مسوولین وایي، د الینګار ولسوالۍ اړوند په سنګره سیمه کې د اوبو زېرمه کولو بند جوړوي.
په زابل کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د زابل په مرکز کلات ښار کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر پژواک خبري…
د دایکنډي اوسېدونکي په دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو وسایلو ورکېدو اندېښمن کړي
په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته د ډېرو پرمختيايي پروژو کارونه ځنډېدلي چې له دې ډلې په دايکنډي ولايت کې تر ٦٠ د ډېرو دغسې پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي.
د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ۱۵۰کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه
د ميدان وردګ مسوولین وايي، د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنيو ته د څه کم څلور ميليون افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.
سوداګر او موټر چلوونکي د میمنې- هرات حلقوي سړک له خرابوالي شکایت کوي
د فاریاب ولایت سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي د میمنې ــ هرات حلقوي سړک له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ۴۲۰ کیلومتره لاره د ډېرو ستونزو او کړاوونو په ګاللو سره وهي.
تورخم کې د بار وړونکو موټرو لپاره نوی سړک جوړېږي
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت نوی سړک جوړېږي. چارواکي وايي چې دغه کار په…
























