ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د اوو ټولګټو پروژو کار پیل شو

په سمنګان کې د اوو ټولګټو پروژو کار پیل شو

author avatar
20 Apr 2022 - 11:22
په سمنګان کې د اوو ټولګټو پروژو کار پیل شو
author avatar
20 Apr 2022 - 11:22

ایبک (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د سمنګان مسوولین په دغه ولایت کې د خوړو په بدل کې د اوو پروژو د کار د پیل په اړه خبر ورکوي.

د خلم ایبک دریایي حوزې رییس ملا محمد عمر انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو پروژو کار نن د یاد ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز کې پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت د کار په بدل کې د خوړو پروګرام په تطبیق سره له یوې خوا په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې کړې او له بلې خوا بېکاره خلکو ته د لنډمهال کار زمینه برابره کړې او د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې ښه اغېز کړی دی.»

انس زیاته کړه، ټاکل شوې د یاد پروګرام له لارې ۲۴۴ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د ورځې به هر کاریګر ته ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.