ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات ودانۍ جوړېږي

په لوګر کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات ودانۍ جوړېږي

author avatar
19 Apr 2022 - 16:53
په لوګر کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات ودانۍ جوړېږي
author avatar
19 Apr 2022 - 16:53

پل علم (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د لوګر ولایت د حج او اوقافو ریاست له خوا په مرکز پل علم کې د یوه جامع جومات د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د حج او اوقافو رییس مولوي فضل الکریم احمد پژواک ته وویل، دا جومات د مرکز اړوند په کمال خېلو کلي کې پر ۱۰ زره متره مربع ځمکه د یوه کال په موده کې جوړېږي چې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

هغه زیاته کړه، دا پیسې د دغه ولایت د ځینو مخورو له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د جومات دا ودانۍ به په ۲ پوړه کې جوړېږي چې د احاطې دېوال، د اوبو څاه، تشنابونه او نور اړین ملحقات به ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.