ټولګټو وزارت: د سالنګونو لویه لار به تر شلو ورځو د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټاچونې چارې بشپړې شوې او تر راتلونکو شلو ورځو به د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویې لارې د ګالریو او نښلوونکو سړکونو د کانکرېټاچونې چارې بشپړې شوې او تر راتلونکو شلو ورځو به د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیستل شي
د کابل ښاروالي وایي، له نجات څلي تر چرخآب سیمې پورې د کابل - لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې جوړولو چارې بېرته پیل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د فراه ولایت د ابونصر فراهي ګمرک کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت دوه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په کاپیسا کې بیا د څلورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومت سره په همکارۍ په دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي یو نوی فرعي سړک جوړ کړی دی.
د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ځايي خلک په خپل شخصي لګښت د برېښنا یو کوچنی بند جوړوي.
د غزني ولایت په مرکز کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پيل شوې.
د پکتیکا ولایت په پنځو ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ پراختیايي او بیارغونې پروژو چارې پيل شوې.
د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ودانیو له ډلې یوازې د پرچمن ولسوالۍ ودانۍ روغه پاتې ده، د نورو ولسوالیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله یا بشپړې او یا هم نیمې ویجاړې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د کاپیسا د باغدرې بند د امکانسنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه د مس عینک له قراردادي شرکت «امسيسي» سره هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، چورې ولسوالۍ کې یې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه کس په شخصي لګښت د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ کړی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د پژواک د راپورونو له خپرېدو ورسته یې د دغه ولایت په نوزاد، موسیکلا، نهرالسراج او دېشو ولسوالیو کې ۲۳ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام لپاره د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فېروزکوه ښاروال وایي چې دغه ښار کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ زېربنایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې.
د کابل په انتاني او افغان - جاپان روغتونونو کې د سل میلیون افغانیو په لګښت د سیټيسکن تشخیصیه څانګو لپاره د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني سیندیزه حوزه وایي، د نږدې ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې بشپړې شوې.
د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د جغلاچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بغلان د بورکې ولسوالۍ فلول کلي ۵۵ سېلابځپلو کورنیو ته د یو شمېر سوداګرو په شخصي لګښت نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول .
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د یونېسکو سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د نهو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې چې سل زره امریکايي ډالره لګښت ورباندې راځي.
د فاریاب د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ «تګاب هیرک» لېسې ته وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه خیریه بنسټ له لوري او د خلکو په مرسته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په لوګر ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت درې سړکونه قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.