منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۲ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

زابل کې د یوه پله بیارغولو چارې پشبړې شوې

د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه اوسپنيز کانکریټي پله د بیارغولو چارې بشپړې شوې.

غړي

حقاني: ا.ا خپلو امکاناتو ته په کتو د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خوست کې د یوه جامع جومات د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال ویلي چې ا.ا د خپلو عوايدو پر مټ په بېلابېلو برخو کې انکشافي پروژې پیل کړې دي او امکاناتو ته په کتو به د خلکو هرې مشروع اړتيا او غوښتنې ته رسېدنه کوي.

غړي

ننګرهار کې دوه روغتيايي مرکزونه جوړ او ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، په سپين‌غر او روداتو ولسواليو یې کې د ماشومانو د ساتنې ادارې په مالي مرسته دوه روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او نن یې ګټې اخیستنې ته سپارلي چې ۱۱۲ زره امریکايي ډالر لګښت ورباندې شوی.

نور راپورونه