Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

میدان‌وردګو کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د میدان‌وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده ودانۍ په نرخ ولسوالۍ کې د دادلسهاک  لومړني ښوونځي لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) په مالي مرسته جوړه شوې ده.

هغه وویل، د یادې ودانۍ چارې پنځه میاشتې مخکې پیل شوې وې او ټولټال پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

حریت وایي چې دغه ودانۍ ټولې اړینې اسانتیاووې لري.

په ورته وخت کې د دادل سهاک ښوونځي یو ښوونکي سکندر خان وایي چې مخکي له دې د یاد ښوونځي استادان او زده کوونکي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو په وینا یې، چې اوس به یې شته ستونزي حل شي.

دا په داسي حال کې ده چې وړمه ورځ هم د یونېسف په مالي مرسته میدان‌ښار کې د بالاده کهنه خمار ښوونځي ودانۍ چاري بشپړېاو ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.