کابل کې پنځه چکډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په کابل ولایت کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونو د جوړيدو کار له بشپړېدو خبر ورکوي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په کابل ولایت کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونو د جوړيدو کار له بشپړېدو خبر ورکوي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، یوه چیني شرکت په کونړ کې د برېښنا د تولید درېیو سترو بندونو جوړولو ته لېوالتیا ښودلې او زیاتوي که دغه بندونه جوړ شي، افغانستان به د برېښنا صادروونکی…
هلمند کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات او دوو نورو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
جوزجان کې یو شمېر کروندګرې ښځې له اسلامي امارته غواړي چې د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې د ورکړې ترڅنګ دې، د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د هرات ښاروالي وايي چې د دغه ښار له فرقې تر کاریزک د شمال لین سړک د دویمي لایې پخولو چارې پیل شوې.
د فراه ښاروالۍ وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۹،۴ میلیون افغانیو په لګښت د ویالو جوړولو پروژې چارې پيل شوې.
د هرات په پښتونزرغون ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ چې د دې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خوا د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هلمند ولایت کې د ۱۷۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل او ۲۷،۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
پکتیا کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې ۲۱۲ رغنیزې پروژې د ۲۹۴ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکو شاوخوا درې مياشتو کې تکمیل شي.
لغمان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې او د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري انتظارخونې د جوړېدو خبر ورکړ.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په خوست کې د څه باندې ۱۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۸۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي.
په لوګر ولایت کې مس عینک کان ته د غځېدلي سړک د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۲سوه مترو په اوږدوالي د يوه سړک د بيارغونې چارې پیل شوې.
ځايي مسوولین وايي، د فراه په خاکسفېد ولسوالي کې د یو چکډېم او د هلمند په بغنۍ ولسوالي کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا موسسې رییس د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د نوو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري اسانتياوو برابرولو برخه کې د کابل له ښاروالۍ سره مرسته کوي.
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د څه باندې ۱۵۲ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو او څلورو مدرسو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ټولګټو وزارت ـ له دې امله چې د سالنګونو د اصلي لارې د بیارغونې چارې روانې دي - په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بدیلې فرعي لارې پرانیستلې او پر دغو لارو د تګ راتګ مهالوېش یې اعلان کړ.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته غځېدلی سړک ډېر ویجاړ شوی چې باید ورغول شي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند د ګمبیر سیمې اوسېدونکي وایي، په خپل شخصي لګښت یې د ۱۸ کیلومتره هغه سړک د بیارغونې چارې پيل کړې چې د ورستیو سېلابونو له امله تخریب شوی و.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.