منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر په دایکنډی کې د څو پرمختیايي پروژو د چارو پرانیسته وکړه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې د ۲۹ کیلومتره سړک پراخولو او جغل‌اچونې او د دوو اوسپنیزکانکریټي پلونو جوړولو پروژو چې څه باندې ۷۶ میلیون افغانۍ لګښت لري، پرانیستې.…

جوزجان کې د کرنیزو وسایلو د ترمیم معیاري دولتي ورکشاپ جوړولو چارې پیل شوې

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې په لومړي ځل د ۷ میلیون افغانیو په لګښت د کرنیزو وسایلو د ترمیم د معیاري دولتي تخنیکي ورکشاپ جوړولو چارې پیل شوې؛ هغه پروژه چې د مسوولینو په وینا، تر بشپړېدو وروسته به د جوزجان ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو ته خلکو ته هم د ترمیم برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د هلمند په ګرشک کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه استنادي دیوالونه جوړېږي

د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له خطره خوندي شي.

نور راپورونه