منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

د افغانستان هر بندر کې د خوړو، درملو او نورو توکو معاینې لپاره د کمپلیکس جوړېدو پرېکړه وشوه

قتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو په ګډون د افغانستان په هر بندر کې دې د خوړو، درملو او نورو توکو د معاینې لپاره واحد کمپلکس جوړ شي او هره اړونده اداره دې په نوموړو کمپلکسونو کې خپل لابراتوارونه فعال کړي.

غړي

لوګر کې ۱۲ ښوونځي ورغول شول

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF  له لوري ۹ او د پوهنې وزارت له لوري ۳ ښوونځي بیا ورغول شول.

غړي

د زابل پوهنې ریاست او د ۱۱ ولسوالیو پوهنې امریتونو ته د اوبو او برېښنا اسانتیاوې برابرې شوې

د زابل د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز کلات کې د پوهنې ریاست او د ۱۱ ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د برېښنا او اوبو سیسټم فعال شو.

غړي

ننګرهار کې د اوبو دوه کانالونه ورغول شول

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د اوبو دوه کانالونه رغولي دي.

نور راپورونه