ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار سېلاب ويجاړ کړی پُل بېرته ورغول شو

جلال‌اباد کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار سېلاب ويجاړ کړی پُل بېرته ورغول شو

author avatar
29 Dec 2022 - 14:16
جلال‌اباد کې د کابل – ننګرهار پر لویه لار سېلاب ويجاړ کړی پُل بېرته ورغول شو
author avatar
29 Dec 2022 - 14:16

جلال‌‎اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل – ننګرهار پر لويه لار د جلال‌اباد ښار په مربوطاتو کې سېلاب ويجاړ کړی یو پُل د پنځه ميليون افغانيو په لګښت بېرته ورغول شو.

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اوومې ناحيې اړوند د نظر‌اباد سيمې پُل چې د بيارغونې لپاره يې څو ميليون افغانيو ته اړتيا وه، ښاروالۍ او ټولګټو چارو رياست یې د جوړولو لپاره اقدام نه کاوه، اوس د دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو په مالي لګښت ورغول شو.

د دغه پله جوړولو چارې په دوو مياشتو کې بشپړې شوې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خالد بن وليد قول‎اردو مرستيال مولوي محمد نظامي وويل، دغه پل یې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم ورغول شو.

هغه وويل: «د ياد پل چارې د دوو مياشتو په موده کې د مسلکي انجينرانو له لوري ترسره شوې، لګښت يې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمديعقوب مجاهد له لوري ورکړل شوى دى.»

د نوموړي معلوماتو له مخې، د دغه پل بيارغونې پر چارو پنځه ميليون افغانۍ لګښت راغلی دی.

دی وايي، د قول‌اردو د انجينري ټيم له لوري ياد پول په لنډ وخت او د قول اردو د امکاناتو په موجوديت کې ډيزاين او پيل شو چې په ډېر کم لګښت او لوړ کيفيت ورغول شو.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي او د کابل – جلال اباد لويې لارې مسافر د دغه پول په جوړېدو خوښ دي.

خيبر روښان چې د جلال‌اباد ښار اوومې ناحيې د درونټې په سيمه کې د يو ښوونځي ښوونکی دی، وايي، دا څو مياشتې د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ و.

هغه وويل: «نن سهار چې په پول راتېر شوم د ډېرې خوشالۍ احساس مې وکړ، هره ورځ به دلته ګڼه ګوڼه وه، هفته کې دوه درې ورځې ښوونځي ته ناوخته رسېدم خو نن دغه مشکل حل و.»

د جلال‌اباد ښار اوومې ناحيې يو بل اوسېدونکی ذيشان شهير د دغه پله پر جوړېدو خوښ دی او ټينګار کوي چې حکومت دې د داسې بېړنيو ستونزو د حل لپاره بېړنۍ بودجه ځانګړې کړي.

Views: 197

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.