د بلخ پوهنتون د لیلیې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ چې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې، نن د لوړو زدهکړو وزیر له لوري پرانيستل شوه. د لوړو زدهکړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم وایي، د لیلیې یاده…
د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ چې د ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې، نن د لوړو زدهکړو وزیر له لوري پرانيستل شوه. د لوړو زدهکړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم وایي، د لیلیې یاده…
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت مرکز پل علم اړوند په «نیازیو» کلي کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
په لغمان کې د ۷۲ ميلیون افغانیو په لګښت د درېيو سربندونو او یو استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د بامیان حکومتي مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو پروژو د پرانیستې او ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز او یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
په لغمان ولایت کې د ٦٧ ميليون افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې او يوه بله ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوست په ملکي هوايي ډګر کې د سرحدي پوليسو لپاره د يوې دوه پوړيزې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.
د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ښاروالۍ له لوري د سړکونو داغګيرۍ کارونه په ځنډ روان دي چې له امله يې د خلکو ورځني کارونه له ستونزو سره مخ دي.
د بلخ مرکز مزارشريف اوسېدونکي وايي، د دغه ښار د حلقوي سړک چارې شاوخوا درې کاله وړاندې پيل شوې وې، خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې. دا په داسې حال کې ده چې د…
د بلخ مرکز مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۱۰ متره سړک د کانکړېټ کولو چارې پيل شوې. د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق وایي چې د دغه…
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو ۷۴ ژورې څاهګانې کېندل شوې دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د څه باندې څوارلس میليون افغانيو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د ننګرهار د کرنې او د کليو پراختيا رياستونو له لوري د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې کار پيل او د بلې چارې بشپړې شوې.
د بامیان مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د یوه کانال پرانیستې او ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت د سرهرود ولسوالۍ د يو کليوالي روغتيايي مرکز لپاره د ۲۸۰ زره امريکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه. دا ودانۍ چې د…
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د نږدې ۷ میلیون افغانيو په لګښت د ۸۵۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړولو کار پيل شو.
د کندهار – اروزګان د دويمې لويې لارې - چې ١١٠ کيلومتره اوږدوالى لري - د جوړولو چارې پيل شوې.
حکومتي مسوولين وايي چې د بلخ سېلو له درېيو لسيزو وروسته بيا فعاليت پيل کړ چې ورسره به يو شمېر کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.
د پکتيا ولايت په اوو ولسواليو کې د بېړنيو ناروغيو د کنټرول مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال له کمال خان بنده د بیالیدنې پر مهال له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه بند د کانال غځونې چارې په عملي توګه په خپله څاري او هڅه کوي چې کار یې ژر تر ژره بشپړ شي.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
د زابل په مرکز کلات کې د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (یواینډيپي) په مالي ملاتړ د ۷ میلیون افغانيو په لګښت یو کانال جوړ شو.