ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال‌اباد ښار سړکونو داغ‌ګیرۍ چارو کې ځنډ خلک له ستونزو سره مخ کړي

د جلال‌اباد ښار سړکونو داغ‌ګیرۍ چارو کې ځنډ خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
13 Nov 2022 - 11:38
د جلال‌اباد ښار سړکونو داغ‌ګیرۍ چارو کې ځنډ خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
13 Nov 2022 - 11:38

جلال‌اباد (پژواک، ٢٢ لړم ۱۴۰۱): د جلال‌اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ښاروالۍ له لوري د سړکونو داغګيرۍ کارونه په ځنډ روان دي چې له امله يې د خلکو ورځني کارونه له ستونزو سره مخ دي.

شاوخوا څلور مياشتې مخکې د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د تخريب شوو سړکونو د ترميم او داغ‌ګيرۍ کارونه پيل شوي چې لا هم د ډېرو سړکونه بيارغونه نه ده ترسره شوې.

خو د جلال‌اباد ښاروالي وايي، د ورځې له خوا د ګڼې‌ګوڼې زياتوالي قراردادي شرکت اړ کړی چې خپل کار د شپې له مخې وکړي؛ ځکه يې چارې ټکنۍ روانې دي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي پر ښاروالۍ نیوکه کوي او وایي، د سړکونو د داغ‌نیونې چارې ټکنۍ روانې دي او له ښاروالۍ په یادو چارو کې د چټکتیا راوستو غوښتنه کوي.

د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحيې یوه اوسېدونکي نظام‌الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، د سړکونو د ترمیم چارو د سستوالي له امله ښاري بې‌نظمي زیاته شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده وویل: «يو ځاى کې چې کار روان وي بيا يې سړک ورته بند کړى وي، نو په ټول ښار کې ګڼه ګوڼه جوړه وي؛ يو ډول بې‌نظمي رامنځته شوې، بايد کارونه يې چټک کړي؛ ځکه ژمی هم را ورسېد نو بيا کارونه ډېر سختيږي.»

دغه راز، د جلال‌اباد ښار يوه بل اوسېدونکي نقيب‌الله پژواک ته وويل: «د ښار سړکونه ټول خراب دي او ترمیم ته اړتیا لري، نو ښاروالي او نورو مسوولینو ته په کار ده چې باید د سړکونو د پیل شوو چارو څارنه وکړي او پیل شوې چارې چټکې شي؛ ځکه څو میاشتې کېږي چې چارې پیل شوې، خو تر اوسه یې د ښار مهم ځایونه هم نه دي ترمیم کړي.»

دغه راز د ښار يو بل اوسېدونکی محمد يعقوب د سړکونو د داغ‌ګیرۍ چارو پر کیفیت نیوکه کوي او وایي، ترمیم شوي سړکونه په ښه کیفیت نه دي رغول شوي.

دی زياتوي: «کوم سړکونه چې جوړ شوي، د ښاروالۍ له لوري، د کیفیت له اړخه خراب دي او زیاتره سړکونه چې جوړ شوي، اوبه یې نه دي وتلې او همدا لامل دی چې سړک خرابېږي او بله دا چې د ښاروالۍ مسوولین هم نظارت نه کوي.»

بلخوا د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د سړکونو کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي او تر ټاکلې مودې به پاتې ۲۰ سلنه هم بشپړ شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک ته وويل، شاوخوا څلور مياشتې مخکې د جلال‌اباد ښار د داخلي څلورو ناحيو د سړکونو د داغ‌ګيرۍ کارونه پيل کړي او ټاکل شوې چې په شپږو مياشتو کې يې چارې بشپړې شي.

هغه زياته کړه: «د ښار په څلورو ناحیو کې د ښاروالۍ له لوري قرادادي شرکت ته ورکړل شوي، د سړکونو د داغ‌ګیرۍ او ترمیم چارې اتیا فیصده بشپړې شوې او د چارو د سستوالي لوی لامل دا دی چې د ورځې له خوا کار نه‌شي ترسره کولای؛ ځکه ګڼه‌ګوڼه زیاته وي، نو ځکه قراردادي شرکت د شپې له خوا کار کوي چې چارې یې یو څه ټکنۍ شوې او د کیفیت له اړخه یې موږ هم څارنه کوو.»

دی وايي، د دغو چارو لګښت ۴ اعشاريه ۹ ميليون افغانۍ کېږي چې د ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکول کېږي او ټولټال د ۳ زره او ۶۸۲ متره مربع سړکونه داغ‌ګيري په کې شامله ده.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.