ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د مزارشریف حلقوي سړک د چارو  بشپړولو غوښتنه کوي

د بلخ اوسېدونکي د مزارشریف حلقوي سړک د چارو  بشپړولو غوښتنه کوي

author avatar
12 Nov 2022 - 15:36
د بلخ اوسېدونکي د مزارشریف حلقوي سړک د چارو  بشپړولو غوښتنه کوي
author avatar
12 Nov 2022 - 15:36

مزارشریف (پژواک، ٢١ لړم ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشريف اوسېدونکي وايي، د دغه ښار د حلقوي سړک چارې شاوخوا درې کاله وړاندې پيل شوې وې، خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د مزارشريف حلقوي سړک د جوړولو په موخه سلګونه کورونه له منځه وړل شوي، خو چارې يې نيمګړې پاتې دي.

د مزارشریف ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکي محمد‌حسن ایوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د مزارشریف حلقوي سړک د دغه ښار د اوسېدونکو لپاره يوه مهمه پروژه ده چې دا مهال د جوړېدو چاې یې په ټپه ولاړې دي.

د هغه په وينا، که چېرې دغه پروژه بشپړه شي نو په ښار کې به ګڼه‌ګوڼه کمه او ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

دغه‌راز د مزارشريف ښار يوه بل اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل، خلکو له کلونو انتظار کاوه چې دغه حقلوي سړک جوړ شي، که څه هم درې کاله وړاندې يې چارې پيل شوې، خو دوه کاله مخکې بېرته په ټپه ودرېدې.

هغه زياته کړه: «کله چې د دغه سړک د جوړېدو چارې پيلېدې، نو په مسير کې يې سلګونه کورونه تخريب شول، خو اوس يې چارې ولاړې دي چې بايد شروع شي.»

دى وايي، د ژمي په موسم کې پر دغه نيمه‌کاره سړک کې اوبه او خټې وي چې خلک له سختو سره مخ کوي.

همدارنګه، د مزارشريف ښار د اماني کارته اوسېدونکي محمد اسرار پژواک ته وويل چې يو کال پر دغه سړک کار شوى، تر ډېره قير اچولو ته چمتو شوى دى، خو اوس يې چارې نيمګړې پاتې دي.

دى وايي: «کله چې باران شي نو بيا خټې په کې جوړوي او چې باران نه وي بيا خاورې او دوړي يې زموږ کورونو ته راځي چې سخت ترې په عذاب يو، حکومت يې بايد غم وخوري.»

د مزارشريف ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې د ياد سړک د ژر جوړولو غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د بلخ مرستيال والي نورالهادي ابو ادريس پژواک ته وويل، حکومت هڅه کوي چې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې کړي، څو خلکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي.

هغه وایي: «حکومت بېلابېلې برنامې لري، د حلقوي سړک په اړه هم په بېلابېلو جلسو کې بحثونه شوي او کار یې هم ان‌شأالله بېرته شروع کېږي.»

د يادونې ده، د مزارشریف ښار حلقوي سړک له کامګار چوک څخه پیل تر شمعې چوک پورې غځېدلی چې څه باندې ۱۷ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري.

د پخواني حکومت د محاسبې له مخې، د دغه سړک پر جوړولو ١،٣ ميليارده افغانۍ لګښت راځي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.