منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

جلال‌اباد ښار کې د «ناکامورا» څلی جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۴،۹ ميليون افغانيو په لګښت د جاپاني‌الاصله افغان ډاکټر تیتڅو ناکامورا په نوم څلی جوړ او پرانیستل شو. چارواکي وايي، د دغه کار موخه د ډاکټر ناکامورا…

غړي

د بادغیس اوسېدونکي: د کانونو عواید دې د رغنیزو پروژو پر پلې کېدو ولګول شي

د بادغیس ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو استخراج پر پیلېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دغه مدرکه لاسته راغلي عواید دې د دغه ولایت د اړتیاوو رفع کولو او د رغنیزو پروژو پلې کولو برخو کې ولګول شي.

غړي

«د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته به د ۷۰۰ کورونو جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې شي»

چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.

غړي

خلک د ګیزاب- ترینکوټ لارې په جوړولو کې له حکومت او موسسو مرسته غواړي

د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، شاوخوا دوې میاشتې مخکې یې د چندې په پیسو د ګیزاب- ترینکوټ لارې جوړولو چارې پیل کړې وې خو دا چې راټولې شوې پیسې ډېرې لږې وې، د لارې جوړولو لس سلنه کار هم نه دی ورباندې شوی.

غړي

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سړکونو خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو

د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د سړکونو خرابوالي له امله يې ډېری وخت ناروغان تر روغتونه نه رسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو مسوولین وايي چې ډېر ژر به د لویو او فرعي لارو د جوړولو چارې پيل شي.

نور راپورونه